اسلام آباد 18 اپرېل(اے پي پي ) د پاكستان تحريك انصاف چئیرمېن عمران خ??ن وئيلي دي د سېنېټ په ټاكنو كښې د ووټ خرڅونوكو غړو په ضد د اېكشن اخستو پرېكړه شوې ده٬ غړو ته به شوكاز نوټس جاري كولې ??ي او دوي ته به د خپل پاكوالې موقع وركولې ??ي ٬ د شوكاز ځواب نه وركولو په صورت به دا معامله نېب ته لېږلې ??ي ?? دا خبره عمران خ??ن د شورو په ورځ بني ګاله كښې د خبري كنفرنس په مهال وكړه ۔ ده ووئيل خېبرپښتونخوا اسمبلۍ كښې مونږ 60 غړي لرو او د ګوند د پلټنو له مخې د سېنېټ په ټاكنو كښې زمونږ شلو غړو خپل ووټ خرڅ كړې۔ عمران خ??ن زياته كړې چې زمونږ صوبائي غړو ته د 4 ٬ 4 كروړه روپو وړاندېز شوې ۔ ده ووئيل د سېنېټ په ټاكنو كښې خپل ووټ نه خرڅونوكو ته پېرزوئنې وړاندې كوٶ خو خرڅونوكو ته به شوكاز نوټس جاري كولې ??ي٬ او دوي ته به د خپلۍ صفائې موقع وركولې ??ي ٬ده ووئېل د شوكاز ځواب نه وركولو په صورت به دا معامله نېب ته لېږلې ??ي۔ ده ووئيل د سېنېټ په ټاكنو كښې د ووټ خرڅونونكي شل كسان دي او د غړو نامې هم اعلان كوٶ چې پكښې نرګس علی، دینا ناز، فوزیه بی بی ، نسیم حیات، نګینه خان، سردار ادریس، عبېد ، زاهد درانی، عبدالحق، قربان خ??ن، امجد آپریدې، وجیهه الزمان، بابر سلیم، عارف یوسف، جاوېد نسیم ، یاسین خلیل، فېصل زمان او سمیع اللہ علي زئې شامل دي