پېښور 08 اګست( اے پي پي) د پاکستان تحریك انصاف چیئرمېن عمران خان پي کے 9 سوات څخه د صوبائي اسمبلۍ ټاكلې غړې محم??د خان د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ نامزد كړے دے ٬ په دې لړ كښې د پي ټي آئي د مركزي ميډيا سېل انچارج افتخاردرانی په باقاعدہ توګه تصدیق كړې ۔ د يادونې وړ ده محم??د خان په كال 2005 كښې يوسي ناظم هم پاتې شوې ٬ د صوبې په تاريخ كښې د مالاكنډ ډويژن څخه په وړومبني ځل د اعلې وزير نامه رامخې ته شوې ۔ د 46 كلنه محم??د خان تعلق د خېبر پښتونخوا د سوات ضلعې څځه دے او په تېر دور كښې د لوبو٬ سېلګرۍ او كلتور صوبائي وزير پاتې شوې ٬ اپرېل كال 2014 كښې ده څخه وزارت بيرته واخستې شو خو په جولائي كال 2014 كښې بيا وزير جوړ كړې شو او د اېرګيشن څانګه ورته وسپارلې شوه ۔ محم??د خان ته جنوری2016 كښې داخله وزارت او د قبائيلي چارو محكمه هم وركړې شوې او يو مياشت پس بيا په فروري كال 2016 كښې د لوبو٬ سېلګرۍ ٬ كلتور او عجاېب ګهر وزير جوړ كړې شوې ؤ۔ د محم??د خان په پنځه كاله كښې سياسي كاركردګي غوره وه ھغوي غېر م??نازعه شخصيت ٶ او هم دا وجه وه چې د ګوند چيئرمېن لخوا د اعلٰې زوير چوكۍ لپاره ونومولې شو۔ محم??د خان 30 اکتوبر1972 كښې د سوات ضلعې په مټه تحصیل كښې زېږېدلې ٶ او په زراعت كښې ېې د اېم اېس سي سند ترلاسه كړې او په كال 2005 كښې د يوسي خريرئۍ تحصيل مټه ناظم هم ټاكلې شوے ؤ ۔ د يادونې وړ ده محم??د خان حلقه كښې 25 زره 630 رائے ترلاسه كولو سره د اے اېن پي ايوب خان له ماتې وركړې ده۔ دا ??برې د ياونې ده د ټولټاكنو نه پس د خېبر پښتونخوا وزيراعلٰې لپاره د پروېز خټك٬ عاطف خان او سپيكر اسد قېصر نامې په يادېدلې خو عمران خان محم??د خان ته په نورو كانديدانو ترجيح وركړه۔(ګ ل/ض ض/وس/2200)