اسلام آباد 16 اګست (اے پي پي) د پاکستان تحریک انصاف وائس چیرمین شاہ محمود قرېشي وئيلي دي چې د پنجاب وزیراعلیٰ نومول د عمران خان اختيار دے٬ په دې لړ كښ?? د مشاورت عمل ترسره شوې او نن د جمعې په ورځ به ?? پنجاب اعلٰې وزير نامه اعلانولې شي۔ نجي ټي وي سره په خبرو كښ?? ده ووئيل د پنجاب اسمبلۍ سپيكر چوكۍ لپاره د پي ټي آئي اتحادي ګوند كانديد پروېز الهي په اكثريت سره كامياب شوې او سوګند ئې هم پورته ??ړې۔ ده ووئيل خېبر پښتونخوا كښ?? زمونږ حكومت جوړ شوې او په بلوچستان كښ?? هم زمونږ سپيكر او دوهم سپيكر منتخب كړې شوې دې۔ ده ووئيل د پي ټي آئي ترمېنځه هېڅ اختلاف نشته بلكې پيپلز ګوند مسلم ليګ (ن) څخه د لاتعلقۍ اعلان كړې دې او پنجاب كښ?? د سپيكر په انتخاب كښ?? ئې د مسلم ليګ (ن) كانديد ته ??وټ نه دې وركړې او د محمد شهباز شريف د وزيراعظم په نومول كېدو ئې هم د خپلو تحفظاتو څرګندونه كړې ده ځكه چې ھغوي دا ګڼي چې دې چوكۍ لپاره دغه نامه مناسب نه ده۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د پنجا ب اعلٰی وزير لپاره د يو داسې كس په لټون كښ?? يو چې داغ پرې نه وي او د ??وي پاكستان موقف ا?? په جذبه ښه پوهېږي او ھغه په ھغه ډول حكمراني وكړې په كوم ډول چې د پاكستان اولس پي ټي آئي سره توقعات تړلي دي او د عمران خان وژن او د ھغه پروګرام ئې ذهن سره مطابقت هم لري