کوئټھ۔18 اګست( اے پی پی) د بلوچستان اولسي ګوند جا?? كمال د صوبې نوې اعلی وزير وټاكلې شو۔ د بلوچستان اسمبلۍ د نوي ق??ئد ا??وان ټاكنې له غونډه د نوي ټاكلې شوي سپيكر عبد ا??قدوس بزنجو په مشرۍ كښې وشوه۔ كومه كښې چې پخواني اعلی وزير ثناﺀ الله زهري د خپل غړيتوب سوګند پورته كړو۔ د اعلی وزارت لپاره مقابله د بلوچستان عوامي ګوند جا?? كمال او د متحده مجلس عمل مير يونس عزيز زهري ترمينځھ وشوه۔ د حېرانتيا خبره دا وشوه چې د مسلم ليګ نون لارښود ا?? د بلوچستان پخواني اعلی وزير ثناﺀ الله زهري خپل ووټ جا?? كمال ته وركړو۔ د ووټنګ عمل بشپړ كېدو څخه وروستو د بلوچستان اسمبلۍ سپيكر نتيجه اعلانولو سره ووئيل په مجمو??ي توګه ټول 59 ووټونه وكارولې شول كومو كښې چې 39 جا?? كمال او 20 يونس زهري ترلاسه كړل۔ دې سره جا?? كمال د صوبې 17 مه اعلی وزير وټاكلې شو۔ دده پلار جام يوسف او نيكه جام غلام قادر هم ددې صوبې اعلی وزير پاتې شوې۔