اسلام آباد 08 نومبر (اے پي پي)اولس مش?? ډاكټر عارف علوي وئېلي دي اولس ته د ژوند بنيادي ضروريات وركولو سره هغوي په پښو اودرولو كښې مرسته كول به د دوي اصل خذمت وي٬د هېو??د په چېلنجونو يوازې د زغم او همغږۍ په پالېسۍ عمل كولو سره قابو موندلې كېدې شي۔د زيارت په ورځ په بهاوالدين ذكريا پوهنتون كښې د صوفي كنف??نس پرانستې غونډې ته خپله وېنا كښې ده د روادارۍ او زغم لرونكې ټولنې جوړولو لپاره د اسلام اصل روح په خاص توګه د حضرت محمد(ص)د امن٬همغږۍ او د بخښنې په بنياد د تعليماتو په پوهه او په دې د عمل كولو په ضر??رت زور راوړو۔اولس مش?? باور څرګند كړو چې اوسنې حكومت به د هېواد څخه د غربت ختمولو او ټولو ته د چهت وركولو خپل لوظ پوره كړي۔ده ووئيل د ربيع الاول په مياشت كښې به ايوان صدر ته علماﺀ او مش??ئح رابللې شي او يو خاص محفل ميلاد به كولې شي چې پكښې به يتيمان ماشومان ه?? ګډون كوي۔پھ دې موقع خارجه وزير شاه محمود قرېشي كنف??نس ته د وېنا كولو په مهال مذهبي تعليماتو لپاره په خاص توګه مدارس په قامي چوكاټ كښې د شاملولو په ضر??رت زور راوړو چې دغسې په دې كښې زده كوونكي د ژوند د ټولو څانګو علوم ترلاسه كړی شي ۔ده ووئيل د صوفي ازم زده كولو ضر??رت دے۔په نيمه وچه كښې د اسلام په خپرولو كښې د صوفيا كرامو ځانګړی كردار پاتې شوې۔دې لپاره ضروري ده چې د انتهاخوښۍ او ترهه ګرۍ د خطرو مقابلې لپاره د زغم او برداشت په اړه د دوي تعليمات عام كړې شي۔ شاه محمود قرېشي ووئيل صوفيا كرامو تل د امن او محبت پېغام خپور كړی چې دغسې مضبوطه ټولنه تشكيل كړی شي۔خارجه وزير ووئيل په دې وخت كښې پاكستان د نازك دور نه تېرېږي۔په دې موقع د ټولو طبقو ترمينځه د اتحاد او يو والي ضر??رت دے٬په اوسني دور كښې د مذهبونو ترمينځه د همغږۍ ضر??رت لا زيات شوې۔ده ووئيل بهاؤالدين ذكريا پوهنتون د ټول پاكستان نه د خلقو په رابللو او د همغږۍ او ورورولۍ په وده كښې مهم كردار ترسره كوي