لندن07 دسمبر(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي حكومت د كرپشن او مني لانډرنګ خاتمې لپاره پوخ عزم لري٬د امريكې٬متحده عرب امارات او د سعودي عرب پشمول د نورو هېوادونو لو??و كمپنو د پاكستان د معيشت په بېلا بېلو څانګو كښې د اربونو ډالرو په سرمايه كارۍ كولو كښې خوښي څرګن??ه كړې ده ٬د سول او عسكري ادارو د همغږۍ په نتيجه كښې د خارجه پالېسۍ محور بدل شوې٬د كرتارپور لاره د دې څرګندونه ده٬په پاكستان كښې مېډيا په مكمل توګه آزادي لري٬د تشدد او كركې خپرونكې د ابلاغ ذريعې ريګولېټ كولو لپاره په نړيواله كچه د نظام تيارولو ضرورت دې۔ده دا خبرې په اكسفورډ پو??نتون كښې په مهمو قامي٬سيمه ايزو او نړيوالو چارو د ليكچر وركولو په مهال وكړې۔ليكچر د اكسفورډ سوئېلي آسيا او د اكسفورډ پاكستان سوسائټۍ په شركت راجوړ كړې شوې و۔په دې غونډه كښې د پو??نتون د بېلا بېلو څانګو ز??ه كوونكو ګډون وكړو۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير ووئيل زما د اكسفورډ پو??نتون د دورې مقصد د وزيراعظم عمران خان د يوت پرمختګ وژن له مخې تعليمي ادارو او كميونټۍ سره روابط موثر كول دي۔ده ووئيل پاكستان د نړۍ د اول صف پو??نتون ز??ه كوونكو ته وړاندېز كوي چې هغوي د پاكستان په تعليمي ادارو كښې انټرنشپ وكړي۔وفاقي وزير د تېرو 7 لسيزو په مهال د پاكستان د مهمو قامي سيمه ايزو چارو او د سماجي اقتصادي او د سياسي اقدارو جاج هم وړاندې كړو۔ده ووئيل د سيمه ايزو شخړو آغېز د پاكستان په معيشت او په ژوند شوې٬سره د دې پاكستان غېر معمولي مقاؤمت كولو سره خپل وجود په ځاې ساتلې۔ده ووئيل د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې اوسني حكومت د هېواد معيشت بحالۍ ته خاص پام لرنه كړې۔ ده ووئېل پاكستان له په خپله تجارتي خساره قابو موندلې دي۔دې مقصد لپاره په هېواد كښې خاص اقتصادي ځايونه جوړولو سره حكومت صنعتي پرمختګ لپاره كار كوي۔ده د سي پېك په اړه په غربي مېډيا كښې د ز??ه كوونكو منفي ??ثر زائل كړو او په يو شمېر موضوعاتو يې د ز??ه كوونكو د پوښتنو ځوابونه هم وركړل۔چوهدري فواد حسېن ووئيل د چين او پاكستان اقتصادي لاره لو??ه معاشي پروژه ده٬ده ووئيل د كشمير پشمول د نورو شخړو حل لپاره هند سره مذاكرات د وړاندې تګ يوازنۍ لار ده هيله ده چې د راتلونكو ټول ټاكنو نه پس به هند د پاكستان د مذاكراتو په وړاندېز ښه غور وكړي۔وفاقې وزير ووئيل پاكستان په داخلي او خارجي كچه امن غواړي۔دې مقصد لپاره د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كوي٬په افغانستان كښې امن او استحكام لپاره پاكستان خپل كردار ترسره كولو ته چمتو دې۔ده ووئيل د وزيراعظم عمران خان په ترجيحاتو كښې سپيځلتيا او د قانون حكمراني په سر كښې ده٬حكومت د كرپشن او مني لانډرنګ ختمولو پوخ عزم كړې۔وفاقي وزير ووئيل اوسني حكومت د رياستي مېډيا څخه هم سنسر شپ ختم كړې۔د اطلاعات وزير ووئيل حكومت د بهر مېشته پاكستانيانو په معاشي او سياسي چارو كښې شركت زياتولو لپاره كار كوي۔په بهرنيو هېوادونو كښې د پاكستانيانو د پو??ې او تجربې څخه به استفا??ه كوو۔د اكسفورډ پو??نتون ز??ه كونكو په دې مهال ووئيل په بهرنيو هېوادونو كښې په مېشته پاكستانيانو كښې د پي ټي آئي د حكومت د مقبولېدو يوه وجه د كرپشن خاتمې لپاره د عزم څرګندونه ده