اسلام آباد 18 دسمبر (اے پي پي)د برتانيې فضائي كمپنۍ د بر??ش اېئر وېز د 10 كاله تعطل نه پس په راتلونكي كال جون كښې پاكستان لپاره د پروازونو د بحالۍ پرېكړه كړې ده۔ د دې خبرې اعلان پاكستان كښې د برتانيې لنډمهاله هائي كمشنر رچرډ کراوډلر د وزيراعظم د تجارت سلاحكار عبدالرزاق داؤد او د سمندر پورې پاكستانيانو خاص مرستيال ذوالفقار عباس بخاري سره د نهې په ??رځ د خبري كنفرنس په ??هال وكړو۔ رچرډ کراوډلر ووئيل بر??س اېئروېز به راتلونكې كال جون كښې پاكستان لپاره پروازونه بحال كړي او د هېتهرو اېئر پورټ څخه به په اوونۍ كښې درې پراوزونه وي۔ ده ووئيل برتانيه پاكستان سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي۔ ده ووئيل د پاکستان امنيتي وضعه ډېره ښه شوې ده او معيشت ئې د پرمختګ په ??اره روان دې۔ ده ووئيل برتانيه پاكستان كښې درېم لوي سرمايه كار دے او دواړه هېوادونه خاص اړيكي لري۔ د وزیراعظم سلاحكار عبدالرزاق داؤد او خاص مرستيال ذوالفقار بخاري د بر??ش اېئروېز د پرېكړې هركلي كولو سره ووئيل د پروازونو د بحالۍ پرېكړه پاكستان كښې په تندۍ سره ښه كېدونكې كاروباري ماحول او د نړيوا??ې ورورولۍ او د خارجي سرمايه كارو په ??اكستان د باور عكاس