اسلام آباد ۔ 4 مارچ (اے پی پی) اولس مشر ډاكټر عارف علوي د پاكستان او ازبكستان ترمينځه د تجارتي او معاشي مرستې لا مضبوطولو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي په ګډه عقيده ٬ كلتور او ورثه اډانه پاک۔ازبک تجارتی ٬ معاشی اړيكې او په خاص توګه د سېلګرۍ ٬ صنعت ٬ كركيلې ٬ توان ٬ زده كړو او سائنس او ټېكنالوجي په څانګو كښې مرسته به لا زياتول وي۔ ده دا خبره د ګل ??ه ورځ پاكستان كښې د ازبكستان سفير فركت سيديكوف سره ملاقات كښې وكړه۔ اولس مشر ووئيل پاكستان او ازبكستان ژورې اړيكې لري۔ ده ووئيل تېرو كلونو كښې دوه اړخيزه اړيكې زياتې شوې دي ۔ده ووئيل د ازبکستان په زړه پورې كلنه اقتصادي نمو او د توان وسيلې او د پاكستان پراخه صنعت او د كركيلې څانګه دوه اړخيزه تجارتي اړيكو كښې پراختيا كولو له مرستياله ??ابتېدې شي۔ اولس مشر په دې خبره زور راوړو چې د دو??ړو هېوادونو ترمينځھ د مذهبي او كلتوري سېلګرۍ پراخه موقعې شته ۔ د دو??ړو هېوادونو وګړو ته د وېزې آساني وركولو سره دې ??خه بشپړه استفاده كېدې شي۔ ده ووئيل پاكستان به راروانو 5 كلونو كښې د ازبكستان په شمول خپلو سيمه ايزو ګاونډيانو سره د سترو لارو او رېل د لارې تړون ٬ د تېل او ګاز پائپ لائن غزولو او د برېښنا ټرانسمېشن لائن پلو پام ګرځوي۔ ده ووئيل د قامي سترې لارې او رېل نې?? ورك سره سره د ګوادر بندر ځائې به منطقه كښې ازبكستان ته تر ټولو آسانه سمندري لاره وركوي۔ ده د پاکستان، افغانستان او ازبکستان ترمينځه د رېل رابطې په اړه د ازبكستان د وړاندېز ستائنه كولو سره د تېر كال په دسمبر كښې اولنې اېکسپرټ میټنګ كوربتوب خوشبينه وګرځولو۔ اولس مشر عارف علوي سيمه ايز امن او سلامتيا او په خاص توګه افغانستان كښې مصالحتي هڅو له ?? ازبكستان د ګامونو ستائنه وكړه۔ ده ووئيل پاکستان افغانستان كښې تلپاتي امن له ?? ټولو اړخونو ترمينھ د خبرو اترو ملاتړ او د دې ډاډګيرنه كوي۔ ده د ملګرو ملتونو د بشري حقونو كونسل لپاره د پاكستان د كاميابې ټاكنې په لړ كښې د ازبكستان د ملاتړ هم ستائنه وكړه۔ د ازبکستان سفیر د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان د هڅو ستائنه كولو سره ووئيل ازبکستان د افغانستان په معامله ?? پاكستان د نكته نظر ستائنه كوي۔ ده ووئيل د دو??ړو هېوادونو ترمينځھ د تجارتي او اقتصادي رابطو زياتولو ډېر ګنجائش شته او مونږ به په دې لړ كښې هڅې كوو