اسلام آباد 06 مئی (اے پی پی) هېواد كښې د توان حاجت ترسره كولو له د هېواد په تاريخ كښې په اولني ځل راروانو25 كلونو له د طلب او رسد پلان جوړ كړې شوې۔ د تجديد وړ ذريعو څخه د برېښنا پېداوار نوې پالېسي جوړه كړې شوې۔ د پالېسۍ مقصد تر كال 2025ء د کل پېداوار 20 فیصده د تجديد وړ ذريعو څخه برېښنا ترلاسه كول او تر كال 2030ء دا شرح تر 30 فیصده رسول دي۔ دا خبره د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د توان په څانګه كښې په روانو اصلاحاتو او تر دې دمه په شوي پېش رفت د اعلی كچې غونډې ته بري??نګ كښې وكړې شوه۔ غونډه كښې د توان وزير عمر ایوب خان، د خزانې ص??احكار ډاكټر عبد الحفيظ شېخ ، د پټروليم خاص مرستيال ندیم بابر، اطلاعات لپاره د وزيراعظم خصوصي مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان، وياند ندیم افضل چن، خاص مرستيال یوسف بېګ مرزا، د پاور سېكتر عرفان علی او نور اعلی چارواكي موجود وو۔ وزیراعظم ته د توان په څانګھ كښې د روانو اصلاحاتو ، د برېښنا غلا مخنيوي او د رسنې او وېش عمل كښې د خنډانو لرې كولو ٬ د ګرځنده قرض په مسئله قابو موندلو او نورو اړوندو چارو په اړه بشپړ بري??نګ وركړې شو۔ وزیرِاعظم ته ووئيلې شؤ په مالي كال 2017-18ء كښې ګرځنده قرض كښې د 450 ا??به روپو اضافه شوې ۔ په اكتوبر 2018ء كښې د موجوده حكومت لخوا د غلا مخنيوي او د واجباتو وصولۍ په لړ كښې باقاعده مهم پېل كړې شو د كوم چې مثبت نتيجې رامخې ته كېدل پېل شوي۔ دسمبر 2018ء څخه تر مارچ 2019ء د برېښنا غلا مخنيوي او د واجب الادا رقم وصولۍ په مد كښې په څلورو مياشتو كښې 48 ا??به اضافي رقم وصول كړې شو كوم به چې د روان كال تر پايې 80 ا??به روپو ته ورسيږي ۔ او تر جون 2020ء به 190 ا??به روپۍ جمع شي۔ وزيراعظم ته ووئيلې شوو د برېښنا غلا مخنيوي مهم په مهال تر دې دمه 27 زره څخه زيات اېف آئي آر درج كړې شوي او 4225 كسان نيولې شوي په كومو كښې چې 433 اهلکار دي او نور 1467 اھلکاروں چارج شيټ كړې شوي۔ په ګرځنده قرض د قابو موندلو په اړه وزيراعظم ته بري??نګ كښې ووئيلې شؤ د كال 2017-18ء ګرځنده قرض به كوم چې 450 ا??به روپۍ دے د كال 2018-19ء كښې تر 293 ا??به روپو راوستلې شي۔ او كال 2019-20ء كښې به دا قرض 96 ا??به روپو ته رارسولې شي۔ د دې بېخي ختمولو هدف لپاره دسمبر 2020ﺀ ټاكلې شوې۔ د پټروليم څانګھ كښې د روانو اصلاحاتو په اړه وزيراعظم ته ووئيلې شؤ اېکسپلورېشن اېنډ پروډوکشن په اړه پالېسۍ كښې بدلون كولې شي او د هېواد په تاريخ كښې په اولني ځل شيل پالېسي جوړولې شي۔ وزیرِاعظم ته ووئيلې شؤ د اېکسپلورېشن اېنډ پروډکشن په لړ كښې 40 بلاكس په ګوته كړې شوي۔ د دې بلاكس كارولو سره به نوموړې غېر ملكي كمپنو ترغيب له په نړيواله توګه روډ شوز كولې شي دغسې چې نوې ټېكنالوجي لرونكې غېر ملكي كمپنۍ پاكستان كښې سرمايه كارۍ كولو ته چمتو كړې شي او د تېلو او ګاز پنګو څخه استفاده وكړې شي