واشنګټن 20 جولائی (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي سره د نيويارك نامتو ريپبلكن لارښود او د كانګرېس پخواني غړي او د هالېنډ اېنډ نائټ ??رم استازي ټام رينلډز مل??قات وكړو۔ دا مل??قات په واشنګټن كښې د پاكستان په سفارت كښې شوے۔ په دې موقع په امريكا كښې د پاكستاني سفارت او د هالېنډ اېنډ نائټ ??رم ترمېنځه لوظنامه هم ل??سل??ك شوه۔ د لوظنامې له مخې د پاكستان او امريكې ترمېنځه د اړيكو پراختيا او لا استحكام لپاره به د پاكستاني سفارت مرسته كولې شي۔ خارجه وزير شاه محمود قريشي په دې موقع ووئيل چې په دې ??رم كښې د تجربه كارو پوهانو ګډون خوشبينه دے۔ ده ووئيل چې د وزيراعظم عمران خان دورې سره د پاكستان او امريكې په اړيكو كښې يو نوې دور پېل كېږي۔ ټام رېنډلز په ??رم په اعتماد كولو د خارجه وزير شاه محمود قريشي مننه كولو سره باور وركړو چې د دوه اړخيزه اړيكو ودې لپاره به د پاكستان سفارت سره هر ډول ممكنه مرسته كولې شي۔