اسلام آباد 28 جولائي (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سپ??كر اسد قېصر٬ عرفان صديقي ته د هتكړې لګولو د پېښې راپور طلب كولو سره د اسلام آباد آئي جي د راپور پشمول پارلمان ته طلب كړو۔ د قومي اسمبلۍ سپ??كر د اتوار په ورځ د كورنيو چارو وف??قي وزير اعجاز شاه سره په ټيليفون خبرې وكړې او د اسلام آباد پوليسو لخوا د عرفان صديقي په ګرفتارې او هغه ته په هتكړو لګولو ئې اندېښنه وښودله۔ سپ??كر ووئيل چې عرفان صديقي يو بزرګ استاد او مشر خبريال دے٬ مونږ ته به د قلم د تقدس او د رائې د اظهار احترام كول وي۔ ده و??ئيل چې د كرايه دارې په قانون كښې ګرفتارې سره عرفان صديقي ته هتكړې لګول د غندنې وړ دي۔ ناانصافي نه شو زغملې٬ ده و??ئيل چې د قومونو د پرمختګ او عروج په اړه علم بنيادي حيثت لري۔ په مهذب ټولنو كښې د استاد احترام لازمي وي۔ سپ??كر ووئيل چې بايد د دې معاملې پلټنې وشي۔