اسلام آباد 09 اګست (اے پی پی)وزيراعظم عمران خان سره د و??لډ ټورازم فورم پلاوي ملاقات كښې پرېكرھ شوې چې په كال 2020 كښې به پاكستان كښې پنځه ورځني و??لډ ټورازم فورم كولې شي ٬ پلاوي د جمعې په ورځ د صدر ايګزېكټو بورډ و??لډ ټورازم فورم بولوت بيكس په مشرۍ كښې وزيراعظم سره ملاقات كولو۔د ملاقات په مهال خاص مرستيال ذوالفقار عباس بخاري هم موجود ؤ ۔په دې موقع پريكړه وشوه چې په كال 2020 كښې به و??لډ ټورازم فورم په پاكستان كښې كولې شي كوم به چې پنځه ورځې روان وي۔په پاكستان كښې كېدونكي فورم كښې به نزدې ً 1000 غېر ملكي مندوبين ګډون كوي۔وزيراعظم پلاوي په پاكسان كښې د سېلګرۍ د موقعو په اړه په تفصيل سره خ??ر كړو۔وزيراعظم عمران خان ووئيل د سېلګرۍ په بېلو څانګو په خ??ص توګه ماؤنټين ټورازم٬مذهبي ټورازم٬ساحلي سېلګرۍ او نورو څانګو كښې زيات استعداد لري د كوم كارولو ته چې پام لرنه كوو۔ده ووئيل په ماضي كښې د سېلګرۍ ودې ته هېڅ پام نه دې شوې خو موجوده حكومت د سېلګرۍ ودې لپاره هڅې كوي۔وزيراعظم ووئيل د سېلګړۍ ودې په لړ كښې د دې خبرې په خ??ص توګه خيال ساتلې كېږي چې قدرتي ښكلا او د ماحوليات تحفظ او سماجي اقدارو پاسداري باوري كړی شي۔ده ووئيل د بلوچستان په ساحلي سيمو به 8 نوې د سېلګرۍ ځايونه جوړولې شي۔)