اسلام آباد 18 اګست (اے پي پي) د سېفران او د نشه اي توكو دوهم وزير شهريار خان آفريدي وئيلي دي چې په مقبوضه جمو او كشمير ك??ې د هندي حكومت لخوا د بشري حقونو څخه سرغړونې نړيوال ضمير لپاره يو لوي چېلنج دے٬ وزيراعظم نرې??در مودي د هټلر په نقش قدم تللو سره د اقليتونو عامه وژنه غواړي۔ ده دا خبرې د المان په هنوز ښار ك??ې د كشمير آزادې لپاره د ويستل شوي لاريون ګډون كوونكو ته د خپلې وېنا په مهال وكړې۔ دوهم وزير ووئيل چې د هند لس لكه عسكرو د كروړ نه زيات آزاد پسند انسانان په لوي زندان كښې بند كړي دي٬ دوي په كورونو كښې بند كړې شوې دي٬ مواصلاتي نظام جام كړے شوے او مقصد ئې د كشميريانو وږي تږي ??ژل دي۔ ده ووئيل چې پاكستان په دې صورتحال كښې خاموش نه شي پاتې كېدے٬ مونږ د امن بېرغ هسكولو سره نړيوال ضمير راويښولو لپاره فعاله يو٬ نړۍ ته به هم د كشمير په صورتحال راويښېدل ??ي ځكه چې نړيوال امن د كشمير امن سره تړلې دے۔ ده ووئيل چې پاكستان به د ملګرو ملتونو په نورو فورمونو هم د كشمير صورتحال په ډاګه كوي٬ مونږ به تر هغه وخت په قلار نه كېنو چې تر څو كشميريان نه وي آزاد شوي او دا هڅې به د كشمير تر آزادې روانې وي۔