اسلام آباد 31 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان سپارښتنه كړې چې د ضروري څيزنو په بيعه قابو موندلو له چرته چې د څيزونو شته والي په اړه دې كوټلي من??وبه بندي وكړې شي۔هلته دې ضروري انتظامي اقداماتو ته پام لرنه وكړې شي او د غنمو او د وړو په بيعه دې نظر وساتلې شي او په دې لړ كښې دې د صوبو ترمينځه كوآرډينېشن ښه كړی شي۔وزيراعظم دا سپارښتنه د زيارت په ورځ په خپلۍ مشرۍ كښې د ضروري څيزونو بيعه او په ګرانۍ قابو موندلو له د اقداماتو جاج اخستلو په مهال كړی۔په غونډه كښې د من??وبه بندۍ وزير مخدوم خسرو بختيار٬د توان وزير عمر ايوب خان٬د خزانې صلاحكار عبدالحفيظ شېخ٬د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد٬د پنجاب د اطلاعات وزير ميا اسلم اقبال٬د پنجاب د خزانې وزير مخدوم هاشم جوان بخت٬اړوند وزارتونو سېكتران او نور سي??ئر افسران ګډون كولو۔وزيراعظم ته د ضروري څيزونو بيعو په خاص توګه غنمو او وړو په بيعه قابو موندلو لپاره د شويو اقدامات او د هغې په تفصيلي نتيجو بريفنګ وركړی شو۔غونډې د اقتصادي رابطه كمېټۍ لخوا پاسكو پانګو څخه ص??بو ته 6 نيم لكه ټن غنم وركولو پريكړې په اطمينان څرګندونه كولو سره ووئيل چې د دې اقدام څخه به په هېواد كښې غنمو او وړو په بيعو قابو موندلو كښې مرسته ترلاسه شي۔وزيراعظم ته ووئيل شو چې د ضروري څيزونو په بيعه قابو موندلو له او اولس ته د دغې څيزونو په اړه معلومات وركولو له ټېكنالوجي كارولو سره يو تفصيلي نظام وفاقي حكومت پېل كړی۔د صوبو په مشاورت سره به د?? نظام په نورو لويو ښارونو كښې رائج كولو له اقدامات كولې شي۔وزيراعظم د تجارت صلاحكار ته سپارښتنه وكړه چې دا خبره دې باوري كړی شي چې د دې پريكړو ميوې اولس ته ورسي۔وزيراعظم سپارښتنه وكړه چې د غنمو او د وړو په بيعه دې نظر وساتلې شي او په دې لړ كښې دې د صوبو ترمينځه كوآرډينېشن ښه كړې شي