ملتان 30 ن??مب?? (اے پي پي) خارجه وزير شاه م??مود قريشي وئيلي دي چې د آرمي چيف پراختيا په اړه قانون سازي به د اپوزيشن په م??سته كوو. د خالي په ورځ په ملتان كښې مېډيا سره په خبرو كښې خارجه وزير ووئيل چې حكومت د سترې محكمې د تفصيلي پرېكړې په انتظار دے او د دې نه پس به حكومت د مخالفې ډلې ګوندونه په اعتماد كښې اخلي او د قانون سازې عمل به م?? په وړاندې بوځي. ده هيله څرګنده كړه چې اپوزيشن به په دې معامله د ذمه وارې څرګندنه وكړي او د حكومت مرسته به وكړي. ده ووئيل چې پاكستان تحريك انصاف تل د عدالتونو احترام كړے او كله ئې هم په عدالتي معاملو كښې خنډ نه دې پې??ا كړے. ده ووئيل چې پي ټي آئي د قانون په دائره كښې پاتې كېدو سره آرمي چيف ته پراختيا وركړې وه، خو عدليې ځينې معاملې په ګوته كړې دي او حكومت ته ئې په دې لړ كښې د پې??ا شوي ابهام ختمولو هدايت كړے. خارجه وزير ووئيل چې په دې معامله د قانون سازې په نتيجه كښې به د راتلونكي وخت حكومتونو ته هم ګټه ورسي. ده ووئيل چې د جنرال قمر جاوېد باجوه پراختيا د هېواد په ګټه شوې ځكه چې پاكستان د امنيت چېلنجونو سره م?? دے. د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې پاكستان په افغانستان كښې د امن په عمل كښې خپل كردار ترسره كوي. د مقب??ضه جمو كشمير په م??امله پاكستان په نړيواله كچه ډېر كاميابې ترلاسه كړې دي. ده ووئيل چې امريكا د نړۍ په مهمو هېوادونو كښې شمېرل كېږي او د امريكې په كانګرېس كښې د كشمير مسئله دوه ځله وړاندې شوې كومه چې ډېره مهمه خبره ده. د امريكې كانګرېس په مقب??ضه سيمه كښې د بشري حقونو څخه د سرغړونو په اړه هم پوښتنې كوي. د كشمير مسئله پنځه لسيزې پس نړيواله م??ئله جوړه شوې.