اسلام آباد 01 جنوري (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو لپاره د سېنېټ قائمه كمېټۍ چيئرمېن سناتور فيصل جاوېد وئېلي دي كال 2020 به د پاكستان د غريب اولس او د پرمختګ كال وي٬معاشي صورتحال كښې د ښه والي ميوې به عام وګړي ته ورسيږي ٬په كال 2019 كښې د حكومت د كاميابو اعتراف ټوله نړۍ كوي٬په اصلاحاتو كښې پاكستان په نړۍ كښې په 6 لمبر ر??غلې او كاروبار كښې د آسانۍ په حقله انډيكس كښې 28 درجې ښه والې راغلې٬بايد اپوزېشن تعميري كردار ترسره كړي٬ بايد پروډكشن آرډر د لارې زندانونو څخه د ملګرو راويستلو لپاره د غونډې رابللو غوښتنه اونه كړی شي۔د شورو په ورځ په سېنېټ كښې ده ووئيل نړيوال بانك٬آسيائي پرمختيائي بانك٬آئي اېم اېف او نورو ادارو د پاكستان معاشي كاركردګي ستائېلي۔دا آسانه خبره نه وه ٬ ??زي??اعظم عمران خان په خپل ژوند كښې ټول ناممكن څيزونه ممكن كړي او په سياست كښې يې كاميابۍ ترلاسه كړي۔ده ووئيل د 2008 نه تر 2018 شپږ زره ارب?? رو??ۍ قرض 30 زره ارب?? روپو ته رسولې شوې ٬په كال 2019 كښې معيشت ښه شوې۔ ده ووئېل كرنټ اكاؤنټ خساره كمه شوې۔??زي??اعظم كال 2020 د اولس كال ګرځولې او ??زي??انو ته يې سپارښتنه كړې چې غريب اولس ته پام لرنه وكړي