اسلام آباد 15 ف??وري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې د پخواني ملګري نعيم الحق مرګ يو لوي زيان دے، د هغه وفات سر?? يوه لويه خلا پېدا شوې. د خالي په ورځ په ټويټر په خپل ټويټ كښې وزيراعظم ووئيل چې د تحريك انصاف په 23 كلنو هڅو كښې نعيم الحق زما ملګرے پاتې شوے، هغه د پي ټي ??ئي په لس باني خلقو كښې شمېرل كېدو، هغه ګوند سر?? ډېر مخلص و. وزيراعظم ووئيل چې نعيم الحق په هر سخت وخت ما سر?? و. نعيم الحق جرات او حوصلې سر?? د تېرو دوه كلونو په مهال د كېنسر مقابله كړې. هغه تر وروستې سلګۍ د ګوند په معاملو كښې په پوره ډول شامل و او چې تر څو ممكنه وه، د كابينې په غونډو كښې ئې ګډون كړے. وزيراعظم ووئيل چې د نعيم الحق وفات سر?? يوه لويه خلا پېدا شوې.