اسلام آباد 06 مئي (اے پي پي) وزيرِاعظم ??مر??ن خان په آزاد کشمير او ګلګت بلتستا?? كښې د کرونا ځپليو كورنيو ر??ليف لپاره د هلو ځلو ستائنه كولو سره وئيلي دي د ريليف په هلو ځلو كښې د خېر ښګړې د ادارو او د شتمندو كسانو بشپړ ګډون د ډاډ وړ دے،د پاكستاني قام په هر سخت وخت كښې د ثابت قدمۍ مظاهره كړې او د انسانيت خدمت سره ئې د خپلو وطن والو مرسته كړې ۔ د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم د شورو په ورځ د كشمير او ګلګت بلتستان ??ار?? وفاقي وزير علي امين خان ګنډاپور سره كړې چا چې د كشمير آرفن ريليف ټرسټ (كورټ) چيئرمېن چوهدري محمد اختر د روپاني فاٶنډېشن كنسلټنټ صباح الدين او بوسټن سره تعلق لرونكې د تحريك انصاف لارښود عاطف خان سره د وزيراعظم ??مر??ن خان سره ملاقات كولو۔ د کشمير آرفن ريليف ټرسټ چئيرمېن چوهدري محمد اختر وزيراعظم ته ووئيل د كورټ لخوا آزاد کشمير او ګلګت بلتستا?? كښې د كرونا ځپليو بې وسه او مستحقو كسانو ر??ليف په لړ كښې تر اوسه شل زره كورنيو ته راشن او د خوراك څښاك نور سامان وركړے، دا شمېره به يو په دوه زياتولې شي۔ دغسې د روپاني فاٶنډېشن لخوا هم ګلګت بلتستا?? كښې شل زره كورنيو له ريليف وركړے شوے او دا هلې ځلې لا زياتولې شي۔ د تحريك انصاف بوسټن لارښود عاطف خان وزيراعظم په امريكا كښې د مېشته پاكستانيانو لخوا كرونا ريليف فنډ كښې د عطياتو وركولو او د ريليف د نورو هلو ځلو نه خبر كړو۔ د كشمير او ګلګت بلتستان ??ار?? وفاقي وزير وزيرِاعظم په آزاد کشمير او ګلګت بلتستا?? كښې د كرونا ريليف د بېلا بېلو هلو ځلو نه خبر كړو۔دغسې وزيراعظم د کورټ او ر??پاني فاٶنډيشن د خدمات ستائنه وكړه۔