اسلام آباد 29 مئي (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوي د الوتكې پېښه كښې د حق رسېدليو كورنيو له زر تر زره د معاوضې وركولو امر كړے دے۔ د جمعې په ورځ د ايوان صدر لخوا د جاري شوي بيان له ??خې صدر ډاكټر عارف علوي سره د پي آئي اے چيف ايګزيکټو آفسر ايئر م??رش?? ارشد محمود ملك ليدلي او په دې موقع ئې صدر ته د كراچۍ الوتكې پېښې نه پس د ريلف په اقداماتو او د ځپليو د مرستې كولو سره پلټنو كښې د پېشرفت په اړه بريفنګ وركړو۔ ده صدر ته ووئيل تر ??وس?? 44 مړي خپلو وارثانو ته سپارلې ش??ي۔ صدر په دې موقع ووئيل دا يوه لويه پېښه ده چې ټول قام پرې غمژن دے۔ صدر ووئيل د الوتكې په پېښه كښې د حق رسېدليو كورنيو سره په غم كښې برابر شريك يو۔ ده ووئيل پېښه كښې د حق رسېدليو كورنيو سره به د غمرازۍ څرګندونې لپاره رابطه كوم۔ صدر په دې موقع د پي آئي اے لخوا د الوتكې د پېښې نه پس د ريليف د اقداماتو او هلو ځلو ستائنه هم وكړه۔