اسلام آباد ۔ 7 جون (اے پی پی) د اولس حفاظت باوري كولو او په كورونا قابو موندلو له آز??د کشمیر٬ ګلګت بلت??تا?? او د اسلام آباد په شمول ټولو صوبو كښې كار كوؤنكو تنظيمونو دا خبره باوري كړې چې د صحت په هداياتو عملدرآمد نه كوؤنكي دې حساس جوړ كړې شي ولې چې په اېس او پيز عملدرآمد نه يوازې په انفرادي بلكې په اجتماعي كچه هم د خلقو حفاظت كوي۔ د صوبو لخوا د تېرو 24 ساعتونو په م??ال اېس او پيز عملي كولو له د شويو كارروائيو په اړه اطلاعات ترلاسه شوي دي۔ بلوچ??تا?? كښې د 705 خلاف ورزيو دلاسه 629 دوکانونه ،3 كارخانې او 15 ټرانسپورټ ګاډي په عارضي توګه بند كړې شول او په مالكانو ئې جرمانې ولګولې شوې۔ دغسې پنجاب كښې د اېس او پيز په خلاف ورزيو 965 دوکانونه ٬ 2 صنعتونه او 715 ګاډي بند كړې شول او جرمانې ولګولې شوې۔ سندھ كښې د 826 خلاف ورزيو په نتيجه كښې 81 دوكانونه بند كړې شول۔ دغسې خې??ر پختونخوا كښې هم د اېس او پيز خلاف ورزۍ رامخې ته شوې چې له امله ئې 398 دوکانونه بند كرې شول۔ 106 ګاډي جرمانه كړې شول۔ ګلګت بلت??تا?? كښې 96 دوکانونه او 56 ګاډي ٬ اسلام آباد كښې 29 دوكانونه ٬ 2 صنعتونه او 13 ګاډي او آز??د كشمير كښې 168 دوكانونه او 202 ګاډي بند او جرمانه كړې شول