اسلام آباد 24 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي بل??چستان كښې امن په بشپړه توګه باوري كولو او سماجي او اقتصادي پرمختګ ته حكومت پام لرنه كوي ، د ګوادر تعمير او پ??مختګ منصوبه نه يوازې بل??چستان بل??ې ټولې منطقې لپاره د ګېم چېنجر حېثيت لري٬ د ګوادر او سي پېك منصوبو څخه په بشپړه توګه مستفيد كېدو لپاره ضروري ده چې په بل??چستان كښې انفراسډركچر ته خاص ??املرنه وكړې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم عمران خان د جمعې په ورځ د نېشنل ډويلپمنټ كونسل دوېمه غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړه۔ د وزيراعظم آفس له مخئ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو شاه محمود قرېشي، اسد عمر، محمد حماد اظهر، علي حېدر زېدي، عمر ايوب خان، د خزانې صلاحكار ډاکټر عبدالحفيظ شيخ، عبدالرزاق داؤد، د بل??چستان وزيراعلٰې جام کمال خان، د پوځ سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه، خاص ??رستيال ليفټيننټ جنرل (ر) عاصم سليم ب??جوه، د آئي اېس آئي ډائرېكټر جنرل ليفټيننټ جنرل فېض حميد او نورو لوړ پورو ګډون وكړٶ۔ په غونډه كښې قامي پرمختيائي اېجنډا په خاص توګه د بل??چستان لرې پرتو سيمو ته د تګ راتګ ، د آبي وسائلو بهتر استعمال، زراعت، توان، د بارډر مارکيټونو جوړولو او د ګوادر پورټ څخه د بشپړه استفادې لپاره په بېلا بېلو منصوبو غور وشو۔د بل??چستان لرې پرتو سيمو پ??مختګ په اړه وزيراعظم ووئيل بل??چستان كښې د امن او امان په بشپړه توګه باوري كولو او سماجي او اقتصادي پرمختګ ته حكومت پام لرنه كوي۔ ده ووېيل په ماضي كښې بل??چستان له مالي وسائل خو وركړے شوي خو د اولس خېرښګړې لپاره د ھغې مناسب استعمال بېخي انظر انداز كړے شوے چې ورسره نه يوازې د صوبې لويه برخه د پسماندګۍ ښكار شوې بل??ې په اولس كښې احساس محرومي پېدا شوې۔ وزيرِاعظم ووئيل مونږ د بل??چستان اولس د محرومۍ احساس لرې كول غواړو د كومې لرې كولو لپاره چې هر ډول ممكنه هڅې روانې دي۔ وزيرِاعظم ووئيل د ګوادر تعمير او پ??مختګ منصوبه نه يوازې بل??چستان بل??ې ټولې سيمې لپاره د ګېم چېنجر حېثيت لري٬ د ګوادر او سي پېك منصوبو څخه په بشپړه توګه مستفيد كېدو لپاره ضروري ده چې بل??چستان كښې انفراسټركچر ٬ اولس او په خاص توګه ځوانانو ته د روز ګار موقعې وركولو ته خاص ??املرنه وكړې شي۔ په دې لړ كښې وزيرِاعظم د منصوبه بندۍ وزير ، د خزانې صلاحكار او د وزيرِ اعليٰ بل??چستان پشمول د كمېټئ جوړولو امر وكړو كومه چې به د كميونېكېشن، زراعت، توان او نورو مجوزه منصوبو جاج اخستو سره ترجيحات مرتب كوي او وزيراعظم ته به وړاندې كوي ۔ په دې موقع بل??چستان كښې د معدني وسائلو استعداد پكار راوستلو او ودې لپاره د بل??چستان منرل ايکسپلوريشن کمپنۍ جوړولو منظوري هم وركړې شوه۔