اسلام آباد 18 اګست (اے پی پی) د پاكستان تحریك انصاف حكومت د خپل حكومت په دوو كلونو كښې په چین پاكستان اقتصادی راهداری (سی پیك) منصوبو او خاص اقتصادی زونز تندۍ سره كا?? كړے۔ د نهې په ورځ حكومت د اړخه رامخې ته شوي دوه كلنه كا??كردګۍ رپورټ له مخې د منصوبه بندۍ ،پرمختګ او خاص اقدامات وزارت د اړخه ګڼ نوې اقدامات شوې۔ د صنعتی مرستې ترمخه 2019-20ئ كښې مهم پیشرفت شوے ؤ ځكه چې سږ كال علامه اقبال انډسټریل زون پرانسته وزیراعظم كړې وه دغسې رشكئی زون پرمختيائي لوظنا??ه سږ كال شوې وه۔ دې نه ځانله مالی كال 2020-21ئ وړومبنو درېو مياشتو كښې د رشكئی خاص اقتصادی زون منصوبه كيږي۔ دھابیجی زون له به تر اګست 2020ئ حتمی شكل وركړے شي۔ 2020-21ئ كښې د سی پیك ترمخه درې واړه ترجییحی اكنامك زونز كښې انفراسټركچر مرحله وار جوړولے شي او پبلك سی??ټر ډویلپمنټ پروګرام (پی ایس ډی پی) ترمخه به ضروری آسانۍ وركولې شي۔دې سره سره به د صنعتونو منتقل?? او د چین او دې څخه بهر كا??وباری ادارو منتقل كولو لپاره دا زون پيل كولې شي۔ د زراعت مرستې ترمخه 2020-21ئ كښې زراعت كښې جدت لپاره يو كوټلے نېشنل ایكشن پلان جوړ شوے۔ په دې منصوبه كښې د قحطې ملخانو مخنيوي، د جرثومه پلازما ریسورس ایكسچینج ، د زراعت پوهانو تبادله ، چينجو او په نورو ناروغيو قابو موندلو له مصنوعی سیاره اسټیشن ، د كبانو نيولو ، ایكوا كلچر او د چينجو داروګان او فوډ پروسیسنګ ټیكنالوجیز شامل دي۔ دغسې په دیامیر بھاشا بند كا?? پيل شوے او دا منصوبه به تر جون 2028 بشپړه شي۔ د دې منصوبې ترمخه د تعمیر په مهال به 16500 كسانو ته د روزګار موقعې ، 25 لكھ نيغ په نيغه او بالواسطه ملازمت او 18097 د جی ډبلیو ایچ توان موقعې ترلاسه شي۔ د مومند بند منصوبې څخه به دد هائیډرو برېښنا ?? اوبه خور ، سی??اب كنټرول كولو او د څښلو اوبه باوري شي ۔ دا منصوبه د قامی اقتصادی كونسل (ایكنك) ایګزیكټو كمېتۍ اپریل 2018 كښې د 309.6 اربه روپو په لګښت منظور كړې وه او په دې منصوبه كا?? جولائی 2019 راهسې پيل شوے ؤ۔ دا منصوبه به تر مارچ 2025 بشپره شي۔ د منصوبې ترمخه 800 میګاواټ هائیډرو برېښنا ، 16737 ایكړه زمكې له اوبه وركول، د سی??اب كنټرول او 470 كیوسك څښلو اوبه وركولو سره ، د تعمیر په مهال 6000 ملازمتونه او بشپريدو نه پس 1000 ملازمتونه به باوري كولے شي۔ دغسې منصوبه بندۍ وزارت د كچھی كینال په 2 منصوبو هم كا?? پيل كړے۔ د كچھی كنال فیز 1 وړاندې څخه د 80 اربه روپو په لګښت بشپړ شوے۔ كنال به 7200 ایكړه ’زرخیزه زمكې له د اوبه خور اوبه وركړي او دې سره به د فصلونو پيداوار 80 فیصده زيات شي۔ په كچی كنال فیز 2 هم كا?? پيل شوے۔ بشپړيدو نه پس به په دويم پړاؤ كښې 216000 ایكړه زمكې له اوبه ترلاسه شي۔ وزارت په اېم 8 موټر وے هم كا?? پآل كړے كومه به چې سكھر لاړكانه د ګوادر سره وتړي۔ د اېم 8 مجموعي اوږدوالے 892 كلومیټره دے