اسلام آباد 29 اګست (اے پی پی) صدر مملکت ډاكټر عارف علوی د عاشورې ورځ محرم الحرام 1442ھ په موقع د قام په نامه پیغام كښې وئيلي دي چې د ِعاشورې ورځ یعنی 10م محرم الحرام ته لوے څښتن وړومبۍ ورځ څخه خاص شرف بخښلې۔ په دې ورځ د ِانسانیت د تاريخ مهمې پيښې شو?? لكه څنګه چې د حضرت آدم(ع) توبه قبوله شو?? ، حضرت نوح(ع) بيړۍ سلامتیا سره په جودی غر كوزه شوي، حضرت سیّدنا ابراهیم(ع) ته نار ِنمرود ګلزار شو?? ، او دويم خلیفه حضرت عمر(رض) په 01 محرم الحرام د شهادت په درجه فائز شو??۔ ده ووئيل حضور نبی کریم خاتم النبیین(ص) نمسې حضرت امامِ عالی مقام حضرت امام حسین(رض) د خپل اهلِ بیت ِاطهار او رفقائے کار سره میدان کربلا كښې د عاشورې په ورځ شهادت ترلاسه كولو سره تاریخ اسلام كښې دا ورځ تر قیامت خاص جوړه كړې۔ په دې ورځ د رسول(ص) نمسې د شهادت لويه پيښه هر كال مسلمانانو ته د دې خبرې ياد تازه كوي چې ظالم او باطل قوتونو مقابله كولو لپاره په وخت راتللو بايد د ځان قرباني كولو څخه هم ډډه ونه كړې شي۔ صدر مملکت ووئيل محرم الحرام مونږ ته هغه جذبه ِصادق راكوي د كومې په سبب چې مونږ د لويو لويو آزمائشونو مقابله كولې شو?? لكه څنګه چې تاسو ته معلومه ده چې د پ??کستان قام مثالی نظم او ضبط څركندونه كولو سره اوسنيو كښې د كورونا په شان وباﺀ په کامیابۍ سره قابو موندلې۔ کورونا وبا خطر اوس هم شته او مونږ له په دې لړ كښې احتیاط کولو ته اړټيا ده۔ زه هيله لرم چې ټول قام به د عاشورې په ورځ دستورو كښې هم د علماء کرامو مشاورت سره جاري شوي کورونا په اړه په حفاظتی تدابیر عملدرآمد باوري كړي۔ ډاكټر عارف علوی ووئيل راځئ ! د عاشورې په ورځ مونږ د دې لوظ پخلې وكړو چې مونږ به په اْسوہَ حسین عمل كولو سره هر هغه كار كوو كوم چې د حق سرلوړۍ ، عدل او انصاف ودې ، اسلامی روایات پاسدارۍ او د هيواد د پ??مختګ او سوكالۍ لپاره ګټور وي، بايد مونږ شريك نفاق، فرقه واریت او مذهبی كركه يو پلو كولو سره د هيواد پ??مختګ او سوكالۍ لپاره كار وكړو۔ زه د لوے څښتن په حضور كښې دعا غواړم چې دا اسلامی كال زمونږ د هيواد پ??مختګ او سوكالۍ لپاره مرستياله وګرځي۔