اسلام آباد ۔ 23 ستمبر (اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قریشی وئېلې دي پاک چین لازواله دوستي په نړۍ كښې يو مثال ګرځېدلې ، پاکستان او چین د سی پیک دوئم پراؤ كښې د شاملو ټولو منصوبو زر تر سره كولو لپاره عزم لري ۔ ده ??ا خبره پاکستان كښې د چین سفیر یاؤجنګ سره د خ??رو په مهال وكړه چا چې ده ??ره د شورو په ورځ خارجه وزارت كښې د مخه ښې ملاقات كولو ۔ د ملاقت په مهال په دوه اړخيزه اړېكو او د پاک چین اقتصادي راهدارۍ پشمول د خوښې په چارو ?? خيالاتو څ??ګندونه وشوه ۔ خارجه وزير ووئېل د پاکستان او چین تر مينځه لازواله دوستي نن هم په ټوله نړۍ كښې يو مثال دے ۔ خارجه وزير د ماسکو دورې په مهال خپل د چین هم منصب وانګ ژی سره د شوي خاص ملاقات حواله وركولو سره ووئېل پاکستان او د چین قیادت د اقتصادي راهدارۍ په دوئم پراؤ كښې شاملې ټولې منصوبې زر تر سره كولو له عزم لري ۔ خارجه وزير د پاکستان او چین تر مينځه د اړېكو لا قوي كولو په اړه د چین سفیر د خ??مات ستائنه وكړه او دا هيله ئې څرګنده كړه چې د دوي نه پس راتل??نك?? سفير به هم په دې جذبه كار روان ساتي ۔ خارجه وزير د چین سفیر له د خ??مات په اعتراف د هلال پاکستان ایوارډ په تر لاسه كېدو مبارکي هم وركړه۔ د چین سفیر پاکستان كښې د استوګنې په مهال په معاونت كولو د خ??رجه وزير مخدوم شاہ محمود قریشی مننه وكړه او خارجه وزير تل??نك?? سفیر له یادګاري شیلډ وركړو