اسلام آباد ۔ 27 ستمبر (اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر او ډپټي سپيكر قاسم خان سوري د سېلګرۍ نړيوالې ورځې په موقعه خپل پېغام كښې وئيلي دي د سېلګرۍ څانګې وده د كوم هم هېواد اقتصاد ??پاره ??ازمي ده۔ د قومي اسمبلۍ سېكرټرېټ لخوا جاري شوي بيان له مخې د قومي اسمبلۍ سپيكر ووئيل د سېلګرۍ څانګھ د هېواد ??ه معاشي توګه مستحكم كولو كښې مرسته كوي۔ موجوده حكومت د سېلګرۍ څانګې پياوړتيا له په ترجيحي بنيادونو ګامونه پورته كوي۔ ده ووئيل د كورونا وباﺀ دلاسه د سېلګرۍ څانګه ډېره زياته ځپلې شوې ده۔ لوئے څښتن پاكستان ته بلها قدرتي وسائل وركړې دي۔ د سېلګرۍ اعتبار س??ه پاكستان د نړۍ د شمېر يو څو هېوادونو كښې شامل دے۔ پاكستاني سېلګري په تاريخي ?? كلتوري او تهذيبي ځايونه مشتمل ده۔ ده ووئيل د هېواد ??ه معاشي توګه مستحكم كولو له به د سېلګرۍ څانګه لا فعاله كول وي۔ ډپټي سپيكر ووئيل پاكستان كښې د سېلګرۍ بلها موقعې دي او دې څخه استفاده كولو سره ??ېواد ??ه معاشي توګه مستحكم كېدې شي۔ ده ووئيل د سېلګرۍ اعتبار س??ه پاكستان نړۍ كښې ځانګړې مقام لري