ملتان۔18اکتوبر(اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي چې بلاول بھټو د خپلو بيانونو د لارې د هندي د بيانيې حصه دار جوړېږي۔ دې بايد داسې ونكړي۔ بلاول دې كشيميريان نه مايوسه كوي او د هغوي تحريك ته دے زيان نه رسوي۔ پاكستان كشميري اولس سره ولاړ دے۔ مونږ په يو كال ??ښې درې وارې سلامتي كونسل ??ښې د كشمير مسئله پورته كړه كومه چې پخوا ډېر شاته تلې وه۔ ددې خيالاتو څرګندونه هغه د اتوار په ورځ ملتان ??ښې خبري كنفرنس ته خطاب كښې وك??ه۔ خارجه وزير ووئيل بلاول بھټو د ګوجرانوالې جلسه ??ښې د كشمير ذكر كولو سره وئيلي وو چې پاكستان په كشمير چپ پاتے شوے۔ هغه ووئيل بلاول چې د كوم آرټيكل 370 خبره كو?? هغه زمونږ ??ه نزد هېڅ وقعت نه لري۔ ولې هند چې كله د كشمير د حېثيت بدلولو هڅه وك??ه نو وزيراعظم عمران خان ??ه نيويارك ??ښې او ما په جنېوا ??ښې دا مسئله پورته كړه۔ خارجه وزير ووئيل اپوزيشن په مونږ د لګولو تورونو نه ښه خبر دے چې هغه هېڅ حېثيت نه لري۔ او هغوي چې د كومو ستونزو خبره كو?? هغه دې دوه كاله ??ښې نه دي رامخې ته شوې بلكې د هغې ذمه واري د دوئي په حكومتونو راځي۔ خارجه وزير ووئيل اولس دې دواړو ګوندونو ته موقعه وركړې ولې دوئي اولس مايوسه كړې دې۔ اپوزيشن ته دا هم معلومه ده چې پي ډي اېم اے يو منتشر اتحاد دے۔ يو وقتي اتحاد دے۔ يو غېر فطري اتحاد دے۔ نه ئې بېرغ يو دے ٬ نه لارښود او نه نظريه۔ دا د بېلو خيالونو لرونكي خلك دي كوم چې ويرې اخستلو سره يو ځائې شوي دي۔ د دوئي په ضد د كرپشن مقدمې دي كومې چې منطقي انجام ته رسېدونكي دي۔ دا عمران خان جوړې كړې نه دي بلكې دوئي د يو بل په ضد جوړې كړې دي۔ دوئي ته خپل سباؤن تياره ښكاري۔ خارجه وزير ووئيل دا پخواني لوبغاړي عمران خان د خپلې خوارۍ د لارې كلين بولډ كړې دي۔ كوم چې ئې كلين بولډ كړي د?? هغوي د ګوجرانوالې په سټېج موجود وو۔ خارجه وزير ووئيل بلاول بھټو نه بايد دا پوښتنه وك??ې شي چې ستا ګ??ند دولس كلونو نه سندھ ??ښې حكومت كوي۔ پخوا دې ګ??ند د ذوالفقار علي بھټو او بې نظير بھټو ??ه نامه څو وارې ووټ اخستے دے دوئي نور څو ځله اولس بې وقوفه جوړوي۔ خلك اوس شعور لر?? هغوي خپله پرېكړه پخپله كوي۔ هغه ووئيل كوم وخت چې نواز شريف تقرير كولو نو د نون ليګ كارمندانو لاسونه پړقول ولې د پيپلز ګود كارمندان چپ وو۔ د بلاول د تقرير په مهال د نون ليګ كارمندان سټېډيم نه روان شول او كله چې د فضل الرحمن خطاب وو نو سټېډيم خالي وو۔ مونږ دې خلكو ته بشپړه آزادي وركړې وه۔ هغه ووئيل چې اپوزيشن د نظام په ضد سازش كوي۔ كه يو ټاكلے حكومت په دې طريقه رخصت كړے شو او دا رواج جوړ شو نو دا نظام به څنګه مخ په وړاندے ځي۔ سياسي استحكام به څنګه پېدا كېږي۔ يو حكومت كه رخصت كړے شي نو د بل په ضد به سازش پېل شي۔ هغه ووئيل اپوزيشن د معيشت په ضد سازش كوي ۔ د معيشت بحالۍ په لاره ??ښې ركاوټونه پېدا كولې شي۔ هغه ووئيل زه باور لرم چې سوداګره ورورولي به د دې سازش برخه جوړه نه شي۔