اسلام آباد 28 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي لويديزه نړۍ په خاص توګه د اروپاﺀ لخوا زمونږ په خوږ نبيۖ د ګستاخانه خاكو د لارې بريدونه او د اسلامو فوبيا زياتې شوې چپې له مخې په اسلامي نړۍ كښې ??شويش زياتېږي٬ لويديزې نړۍ له به ځان پوهول وي چې مسلمانانو ته برابر عزت وركول دي٬ زمونږ د عقيدے او پيغمبر اسلامۖ په شان كښې ګستاخي به هېچرې نه قبولوٶ، بايد اسلامي مشران د اسلامو فوبيا په ضد د اتحاد څرګندونه وكړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم عمران خان د بېلا بېلو اسلامي هېوادونو مشرانو ته په ليكلے شوې چيټۍ كښې كړې۔ وزيراعظم ووئيل لويديزه نړۍ په خاص توګه د اروپاﺀ لخوا زمونږ د خوږ نبيۖ د ګستاخانه خاكو د لارې بريدونه او د اسلامو فوبيا زياتې شوې چپې له مخې په اسلامي نړۍ كښې ??شويش زياتېږي، د ليډر شپ په كچه د اوسنيو بيانونو او د قرآن پاك د بې حرمتۍ پېښو څخه د دې زياتې شوې اسلامو فوبيا عكاسي كېږي كومه چې په اروپائي هېوادونو كښې ??پرېږي او چرته په لويه شمېره مسلمانان مېشته دي۔ ده ووئيل په اورپاﺀ كښې ??وماتونه بندلولے شي٬ مېرمنې په اولسي ځايونو كښې ?? خپلې خوښې ?? جامو ?? حق نه محرومه كېږي او بلخوا پادري او راهبانو ته د خپل مذهبي لباس استعمالولو اجازه ده۔په دغه هېوادونو كښې ?? مېشته مسلمانانو په ضد امتيازي سلوك ډېر زياتېږي۔ ده د دې باور څرګندونه وكړه چې د دغه هېوادونو قيادت د ر??ول اکرمۖ ذات سره د اسلامي نړۍ د زړه په مينه نه پوهېږي چې په نتيجه كښې ??ې د خطر وړ اقداماتو سلسله روانه ده۔ ده ووئيل لويديزې نړۍ له به ځان پوهه كول وي چې مسلمانانو له برابر عزت وركول دي، مونږ له به لويديزه نړۍ د خپلو اقدارو نه خبرول وي۔ ده ووئيل نړۍ د كركه ايزو موادو متحمل كېدې نشي ٬ كركه ايز مواد او منافرت به انتها خوښو ته ګټه ورسوي۔ ده ووئيل بوسنيا، افغانستان، عراق او د هند په غېر قانوني تسلط كښې په مقبوضه کشمير كښې ?? مسلمانانو قتل عام شوے٬ اسلامي مشرانو له د اسلامو فوبيا په ضد د اتحاد څرګندونه پكار ده۔ ده ووېيل مونږ ته د مدينې د رياست او د ميثاق مدينه له مخې د امن او برداشت درس راكړے شوے