اسلام آباد 03 نومبر (اے پي پي) د منصوبه بندې او پرمختګ وفاقي وزير اسد عمر وئيلي دي حكومت به په عام وګړي د بوج اچولو نه غېر د كووېډ 19 د دويمې چپې په مهال د سمارټ لاك ډاٶن پاليسي روانه ساتي. د نهې په ورځ وزيراعظم عمران خان سره يو ځائ د توان ريليف پېكج په اړه د بريفنګ په مهال وفاقي وزير ووئيل حكومت به د كورونا وباﺀ د دويمې چپی په مهال هم هغسې ??كم?? عملي خپلوي كومه چې وړاندې وه. د?? ووئيل حكومت د كووېډ 19 صورتحال نه پس د هېواد د صنعت زر بحالې لپاره جامع ??كم?? عملي خپله كړې او په نتيجه كښې ئې د هېواد معيشت په تندې سره بحالېږي. د?? ووئيل د هېوا په تاريخ كښې په وړومبي ځل حكومت د يوې غوره پالېسې د لارې صنعتي څانګې لپاره د توان د بې??ې اعلان كړے، د توان په بې??ه كښې كمے، د تجارت او كاربار لګښت كمول د هېواد د صنعتي څانګې پرمختګ لپاره د حكومتي اصلاحاتو برخه ده. د?? ووئيل د توان ارزانولو سره به د معيشت په بېلا بېلو څانګو مثبت آغېز وشي. د?? ووئيل حكومت صنعتي څانګې ته د اوسني اصلاحاتي پېكج څخه استفاده كولو لپاره يوه لويه موقع وركړې.