لاهور ۔25 نومبر( اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي د كورونا اوسنۍ چپې څخه مرګونه د ورځې په بنياد د 50 نه هم زيات شوي۔ كه احتياط ونه كړے شو نو د كورونا كېسونو زياتوالي سره سره به معيشت هم وځپلے شي۔ د سماجي فاصلو او په اېس او پيز عملدرآمد سره كرونا له ماتې وركړې كېدې شي۔ پا??ست??ن يوازنے هېواد دے چرته چې په روژه كښې جوماتونه نه وو بند كړے شوي ۔ اولس او علماﺀ كرامو چې څنګه وړاندې په كورونا وبا قابو موندلو له د حكومت په زړه پورې ملګرتيا كړې وه نن بيا هغې مرستې ته اړتيا ده۔ د كورونا مخنيوي له خلق د ل??ږې نه وژلے نه شؤ۔ ځكه به كاروبار ??و كارخانې نه بندوو۔ د كورونا وباﺀ په مهال د لاريونونو اجازه نه شو وركولې۔ د اپوزيشن چې څومره خوښه وي اولسي غونډې دې وكړي۔ اېن آر او به نه تر لاسه كوي ۔ په معاشي توګه پا??ست??ن په سم لوري روان دے۔ فېصل آباد كښې فېكټرۍ روانې شوي اوس د مزدورانو كمے دے۔ د قرض د قسطونو وركولو په سبب معاشي ستونزو سره مخ يؤ۔ كه قسطونه وركول نه وو نو زمونږ آمدن د خرڅونو نه زيات دے۔ سمندر پورې پا??ست??نيان زمونږ قيمتي اثاثه ده۔ شوګر مافيا په نامناسبه ډول د چينو بيعه زياته كړې۔ د راوي رېور منصوبې ترسېوري لاندې به 60 لكه اونې نالولې شي۔ د كاميابې خارجه پالېسۍ په سبب نړۍ كښې د پا??ست??ن تشخص ښه شوے دے۔ مونږ د كشمير په مسئله هند نړۍ ته بې نقابه كړے۔ د ډو مور غوښتنه كونكې امريكا نن زمونږ ستائنه كوي۔ د تركيه ايران ٬ سعودي ٬ افغانستان او يو اے اي سره ډېرې ښې اړيكې لرؤ۔ تر څو چې اسرائيل فلسطين له آزادي ورن كړي تر دغه وخت اسرائيل تسيلمولے نه شؤ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده لاهور كښې ميديا سره خبرو كښې وكړه۔ وزيراعظم ووئيل مونږ ډېر په ګرانه داس?? معاشي حالاتو نه راوتې يؤ چې په كښې نور هېوادونه په دې حقله دومره خوش قسمته نه وو۔ د ټولې نړۍ معاشي حالات ځپلي شوي او په خاص توګه زمونږ ګاونډي هېواد هند كښې ډېر زيات مرګونه شوي او معاشي حالات هم بدتر دي خو د ل??ي څښتن په فضل مونږ په ښه پالېسيو نه يوازې د كورونا مخنيوي كړے بلكې خپل?? معاشي هلې ځلې مو هم روانې ساتلي چې نړۍ ئې ستائنه كوي۔ ده ووئيل په هند او بنګلادېش كښې د كرونا په مهال برآمدات كم شوي خو د الله شكر دے زمونږ برامدات زيات شوي۔ وزيراعظم ووئيل د كورونا دويمې چپې چې څنګه د كورونا كېسونه زياتېږي ورسره زمونږ په نرسنګ او پېراميډيكل سټاف هم هغسې فشار ??ياتېږي۔ كه مونږ په ګډه مقابله ونه كړه نو معاملات لا خرابېدے شي۔ ځكه قام ت غږ كوؤ چې د كورونا څخه ځان ساتلو له په اېس او پيز په سختۍ سره عمل وكړي او ماسك اچوي۔ ده ووئيل ټولو ادارو او اولس له به په ګډه د دې چېلنجونو مقابله كول وي۔ د كورونا صورتحال ترمخه مونږ خپله جلسه منسوخ كړې ۔ وزيراعظم ووئيل د كورونا څخه د بچ كولو په هڅو كښې مونږ ديهاړي مار ??و خواري كښ په لوږه نشو وژلے ځكه كاروبار ??و فېكټرۍ نه بندوو۔ په دې لړ كښې فېصل آباد كښی سوداګرو له باور وركړے شوے۔ وزيراعظم ووِئيل لاهور كښی د راوي رېور پروژه او كراچۍ كښې بنډل آئي لېنډ منصوبه دواړه اهميت لري۔ لاهور او كراچۍ كښې د ماحولياتي خيرنوالي سره د اوبو مسائل سباؤن كښې لوئې خطري ګرځېدې شي۔ د راوي رېور پروژې مقصد لاهور او د بنډل آئي لېنډ منصوبې مقصد كراچۍ بچ كول دي۔ ده ووئېل د لاهور تر ټولو لويه مسئله ناپاكې اوبه او خيرنې والے دے۔ په تېرو 20 كلونو كښې د لاهور ښار ??بادي يو نيم چند زياته شوې ۔ د لاهور او كراچۍ منصوبو څخه به زر مبادله هم پا??ست??ن ته راشي۔ وزيراعظم عمران خان ووئېل د ډالر بيعه كمېږي كومه چې د حكومت د مثبت معاشي پالېسيو نتيجه ده۔ ده ووئيل پنجاب كښې د قبضه ګرو خاتمې له به ټول وسائل كارولے شي۔ دا قبضه ګرې ډلې د سمندر پورې پا??ست??نيانو په جائيدادونو قبضه كوي اوز ډېر سياسي ګوندونه هم د دغه ډلو پټ پناه مرسته كوي۔ وزيراعظم ووئيل د پا??ست??ن خارجه پالېسي كاميابه ده۔ په تېر دور كښې پا??ست??ن د يو ترهګر هېواد په توګه ګڼلې كېدو خو د اوسني حكومت كاميابه خارجه پالېسيو څخه په نړۍ كښې د پا??ست??ن مثبت تشخص رامخې ته شوې دې۔ اوس نړۍ پا??ست??ن ته دعزت په سترګه ګوري۔ امريكا به اول مونږ نه د ډو مور غوښتنه كوله او نن زمونږ ستائنه كوي۔ پا??ست??ن دامريكا او طالبان ترمينځه امن لوظنامه كړې۔ ده ووئيل په موثره لابنګ د هند اصل څېره نړۍ ته بې نقابه شوې۔ كشمير زمونږ شه رګ دے د كوم آزادۍ لپاره چې مونږ هر يو فورم كاروو۔