اسلام آباد 01 دسمبر (اے پي پي) د پاكستان انسټي ټيوټ آف مېډيكل سائنسز﴿پمز﴾ وياند ډاكټر وسيم خواجه وئيلي دي په دې وخت كښې په پمز روغتون كښې د اېډز د 3 زره 500 رنځورانو اندراج شوے او 500 رنځوران مړه شوي. په خپل يو وېډيو پېغام كښې ده ووئيل علاماتو ته دې پام وكړے شي يعني كه كوم كس پرله پسې په تبه، ټوخي، د وزن كمي او د وجود درد سره مخ وي او لوږه نه لري نو بايد هغه په سمدستي توګه د اېډز ټېسټ وكړي. ده ووئيل په پمز روغتون كښې مونږ 24 ساعته د اولس علاج لپاره موجود يو. په وخت د علاج د لارې د ناروغې مق??بل?? كېدې شي. ده ووئيل د اېډز خپرېدو تر ټولو لويه وجه اس??عمال شوې ګنده ??رنجونه او ګنده ??وزار ??ي. ده ووئيل كه چرته اميدواره مېرمن د اېډز په ناروغې اخته وي نو زيات خطر دے چې د هغې پې??ا كېدونكے بچے به هم په دې رنځ اخته وي. ده ووئيل كه مسئله هر څه وي ، په پمز روغتون كښې د اېډز د رنځورانو علاج وړيا كولے شي.