اسلام آباد 16 دس??بر(اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي د اېنټي رېپ (انويسټي ګېشن اېنډ ټرائل) آرډيننس 2020 نافذ كړے۔ دې آرډيننس سره به د مقدمو په سمدستي توګه سماعت،، شواهد او دې سره د اړوندو معاملو او پېښو لپاره د خاص تحقيقاتي ډلو او د خاص عدالتونو د لارې مېرمنو او ماشومانو سره د رېپ او د جنسي تېرو غوندې جرائمو په سمدستي توګه پرېكړه كولو له م??سته ترلاسه شي?? صدر مملکت به د چيف جسټس آف پاکستان په م??اورت ګرد هېواد كښې خاص عدالتونه جوړوي څنګه چې ھغوي ??رو??ي ګڼي۔ “اے پي پي” ته د ترلاسه آرډيننس کاپۍ له م??ې صدر به د چيف جسټس آف پاکستان په م??اورت هر كس د خاص عدالت جج مقرر كوي كوم چې سېشن جج يا اېډيشنل وي يا پاتې وي، يا څه مودې لپاره د هائي کورټ وکيل پاتې شوے وي او د ټاكنې په وخت د ھغه عمر د 70 كالو نه زيات نه وي۔ د دې آرډيننس اطلاق پ?? ګرد هېواد دے۔