اسلام آباد 23 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي د ټولنې پېژندګلي د كمزور طبقې سره د سلوك نه كېږي، بايد د اسلام آباد پوليس د نوي پاكستان غوندې د نوي پوليس په توګه رامخې ته شي، عام وګړي ته دې عزت وركړے شي، پوليس ته به د هېلتھ كارډ اسانۍ وركوو، په نيا پاكستان هاٶسنګ كښې به تاسو له په قسطونو كورونه دركولے شي، د تنخاګان?? په زياتولو غور كوو، پوځ د هېواد د پولو او پوليس د اولس د ځان او مال تحفظ كوونكي دي، حرام پېسه ګټونكي نن د عبرت نشان دي، سره د ډېرو پېسو كله په روغتونونو كښې مري او كله د هېواد نه بهر، بچي ئې هم بهر تښتېدلي او د پلار غلا پټولو لپاره دروغ وئيلے كېږي. ده دا خبرې د شور?? په ورځ په پوليس لائنز كښې د پاسنګ آٶټ پرېډ دستورې ته خپله وېنا كښې وكړې. وزيراعظم عمران خان وو??يل پاس آٶټ شوو پوليس اهلكارو ته په كاميابې مباركي وركوم. ده وو??يل د اولس پرمختګ او خوشحالې لپاره د ځان او مال تحفظ ضروري دے. زما د راتګ مقصد دا پېغام وركول دي چې دا زمونږ پوليس دي، مونږ دوي له عزت وركوو. ده وو??يل پوليس په ټولنه كښې جائز مقام نه دے ترلاسه كړے، دا تاريخي وجوهات لري، انګرېزانو د پوليس د لارې اولس تر فشار لاند?? ساتلے ؤ، ځكه اولس د پوليس يره لرله، كه هر څو د دوي په خپل هېواد كښې پوليس داسې نه وو. هلته به پوليس وګړي خپل ګڼل او وګړو به هم پوليس خپل محافظ ګڼل خو دلته د پوليس رويه بدله وه. ده ووئېل زما خواهش دے چې د پاكستان پوليس هم هغسې وي چې اولس په دوي باور وكړي او دوي خپل وګڼي. وزيراعظم وو??يل تحريك انصاف په خېبر پښتونخوا كښې پوليس بدل كړي . پوليس ترهګرې سره مخ وو او د دوي 500 ځوانان شهيدان شوي وو او مورال ئې لوېدلے ؤ خو هغه پوليس داسې بدل كړے شول چې د مردان اولس د پوليس په حق كښې جلوسونه اوويستل. وزيراعظم ځوانانو ته تاكيد وكړو چې د حلال رزق لار خپله كړې. ده وو??يل د نېكې په لار تلل اسان نه دي خ?? په دې تللو كښې كاميابي ده. وزيراعظم وو??يل كله به چې ما لوبه كوله ن?? په سوئيلي افريقا كښې مې په كركټ ډېره پېسه كټلې شوه او چې كله كپتان جوړ شوم نو د هند بكېز راته د ډېرو پېسو آفرز وكړو خو يوه لار د شېطانيت او بله لار د عظمت وي كومه چې د الله د نبي ﴿ص﴾ لار ده. مونږ له په دې لار تلل دي. ده وو??يل زه احساس لرم چې د پوليس او تنخادارې طبقې تنخاګانې كمې دي، ګراني زياته شوې، خو تنخاګانې په دې حساب سره نه دي زياتې شوې خو زه ځوانانو ته دا نصيحت كول غواړم چې دوي دې پېسې لپاره غلطه لار خپله نه كړي. ده وو??يل كومو سياستمدارو چې په غلطه لار پېسه ګټلې، په حقيقت كښۍ د دوي لاس ته څه هم نه دي ورغلي. د غلا د پېسې كومه ګټه نشته، دا د چا په كار نه راځي.ده ووئېل كومو سياستمدارو چې حرامه ګټلې نن هغه د عبرت نشان شوي، سره د ډېرو پېسو كله په روغتونونو كښې مري او كله د هېواد نه بهر، بچي ئې هم بهر تښتېدلي او د پلار غلا پټولو لپاره دروغ وئيلے كېږي، داسې پېسه د الله عذاب دے. وزيراعظم وو??يل په ټولنه كښې سرمايه كاري په امن او امان سره راځي، سمندر پورې پاكستانيان كوم چې د پاكستان اثاثه دي، دلته پلاټ واخلي يا چې كور جوړ كړي نو پرې قبضه ګر قبضه كوي، په داسې حال كښې سرمايه كاري نه شي كېدے، هغوي له به دا باور وركول وي چې د هغوي سرمايه او پېسه محفوظ ده. په دې لړ كښې پوليس مهم كردارلري . ده وو??يل د پاكستان په پرمختګ كښې هم د پوليس مهم كردار دے. د اسلام آباد پوليس تنخاګانې به د پنجاب پوليس سره په برابرولو غور كوو خو دا مشكل وخت دے كله چې كور مقروض وي او قرضې زي??ت وي ن?? په داسې حال كښې خرڅ كمول وي. د وزيراعظم هاٶس او وفاقي حكومت په اخراجاتو كښې ځانګړے كمے راغلے، مونږ په قرضونو هېواد نه شو چلولے، الحمد لله د حكومت په اقداماتو كرنټ اكاٶنټ سرپلس شوے او مونږ په سم لوري روان يو. انشاالله حالت به زر ښه شي. ده وو??يل د اسلام آباد آئي جي د غوښتن?? په اړه به د خزانې وزير سره خبره كوم ا?? په غوښتنو به غور كولے شي. د اسلام آباد پوليس ټولې ستونزې به حل كولې شي. د دې څخه وړاندې وزيراعظم د ځانګړې كاركردګې څرګندونه كوونكو ځوانانو ته اعزاز??ت وركړل او د پرېډ معائنه ئې وكړه. د كورنيو چارو وزير شېخ رشيد احمد هم ده سره ملګرے ؤ.