اسلام آباد 20 جنوري(اے پي پي) د داخله چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي د جلسو ا?? لاريون د لا??ې ټاكلے حكومت نشي ډي رېل كېدے٬ مخالفه ډله دې په سپكه خله خوزولو اولس نه ګمراه كوي٬ په اسلام آباد كښې د پي ډي اېم شو بيخي فلاپ وه٬ پي ډي اېم اولس خپل پلو راغب كولو كښې پاتې راغلے، د پي ډي اېم قيادت له خپلو تقريرونو كښې د سپكې خلې خوزولو نه ډډه پكار ده ځكه چې دې سره په هېواد كښې اړے ګړے خپرېدے شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ نجي ټي وي چېنل سره خپلو خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل د مخالفې ډلې ګوندونو لپاره دا خبره د مايوسۍ وړ ده چې د لويو لوي?? ادعاګانو باوجود دوي په اسلام آباد كښې يو موټې كسان راجمع كړل، د مخالفې ډلې د اجتماعي سياست هېڅ ګنجائش نشته، هم دا وجه ده چې پي ډي اېم د الېكشن كمېشن مخې ته خپلې جلسې لپاره اولس راغب كولو كښې پاتې راغلے ۔ وفاقي وزير ووئيل د پي ټي آئي حكومت په جمهوري اصولو د عمل كولو پوخ باور لري، دې لپاره حكومت پي ډي اېم ته په اسلام آباد كښې د اولسي جلسې كولو پحقله فري هېنډ وركړو خو د دغې باوجود د مخالفې ډلې دا شو په بشپړه توګه ??لاپ شوه۔ ده ووئيل محمود خان اچکزئۍ له سپكه ژبه استعمالولو سره اولس ګمراه كول پكار نه دي٬ ده ووئيل په ماضي كښې د تحريك انصاف لخوا شو?? لاريونونو څخه د مخالفې ډلې د يوولسو ګوندونو اتحاد پي ډي اېم د لا??يون هېڅ مقابله نه كېږي٬ اپوزيشن له خپل مېنځ كښې اتحاد پكار دے۔ وفاقي وزير ووئيل ?? كرونا غوندې په وبائي صورتحال كښې مخالفې ډلې غېر ذمه وار كردار لوبولے ، جلسو ا?? لاريون كولو سره ?? كرونا په خپرېدو كښې اضافه شوې ، اپوزيشن دې ځان پوهه كړي چې جلسو او د لا??يونونو د لا??ې منتخب حكومت نه شي ډي رېل كېدے