پېښور ۔ 8 فروری(اے پی پی) صدر مملکت ډاكټر عارف علوي وئيلي دي معذوره وګ??ي د نوې ټېكنالوجي مېوو نه مستفيد كولو له ټول ترلاسه وسائل كارول د وخت مهم ضرورت دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه ګورنر هاؤس پېښور كښې د ګل په ورځ د ورلډ هېلت آرګنائزېشن ( ډبلیو اېچ او ) په مرسته د راجوړ كړے شوي معذوره وګ??و سېشن ته خطاب كښې وكړه۔ د وزیراعظم د روغتيا خصوصي مرستيال ډاكټر فېصل سلطان او د خېبر پختونخوا وزیراعلیٰ د اطلاعاتو او لوړو زده كړو خصوصي مرستيال کامران بنګش هم دې خصوصي سېشن كښې موجود وو۔ صدر ووئيل د 2030ء اېجنډا فار سسټېن اېبل ډوېلپمنټ فرېم ورک كښې دا خبره شامل ده چې معذوره وګ??ي د هېواد په پرمختګ كښې د چا نه وروستو پاتې نه شي۔ هغه ووئيل د معذوره وګ??و په مالي توګه خپلواكه جوړولو او د د??ئي د صلاحيتونو نه ګټه پورته كولو له حکومت ټیکنکل ‘ ووکېشنل او سکل بېسډ اېجوکېشن ته پام كوي۔ هغه ووئيل وزيراعظم عمران خان وړاندې معذوره وګ??و لپاره 2 زره روپۍ مياشت وظيفه اعلان كړے ده۔ هغه ووئيل زمونږ هېواد كښې د بېلو معذورو نزدې 20 لکھ وګ??ي موجود د?? كومو كښې چې درې لكه 30 زره نادرا سره رجسټرډ دي۔ هغه ووئيل د احساس سروے له مخې د غېر معذور وګ??و ډېټا تيارولې شي دغسې چې د آسانو قرضو د لارې د هغوي مرسته وكړې شي۔ هغه ووئيل د لوړو زده كړو كمېسيون يوه پالېسي جوړوي چې له مخې به ئې په پوسټ ګرېجوېټ کلاسونو كښې معذور طالبعلمان د فيس نه مستثنی ګرځولې شي۔ دغسې 50 زره نه زياتو دا ډول زده كوؤنكو له وظيفې وړاندې نه مقرر كړې شوي دي۔ د ډبلیو اېچ او له مخې نړۍ كښې دا مهال يو ارب نه زيات وګ??ي بېلو معذورو سره ژوند كوي كوم چې د نړۍ د آبادۍ 15 فيص??ه دي۔ هغه ووئيل د بېلو سوبونو د لاسه د معذورو شمېره مخ په زياتېدو ده۔ دې نه وړاندې صدر ته ووئيلې شؤ چې د هېلت سروسز اكېډمي او منسټري آف نېشنل سروسز رېګولېشز د ډبليو اېچ او مرسته رېپډ اسسټیو ټېکنالوجی اسسمنټ ( آر اے ټی اے) سروے بشپړه كړې ??ه د كومې نه چې دا معلومه شوې چې د ټولې ودانۍ 23.5 ف??صده وګ??ي يعني نزدې څلورو كښې يو تن د ژوند معمولات ترسره كولو كښې لږو او 8.5 ف??صده زياتو ستونزو سره مخ دي۔ صدر د معذورو بحالۍ او مرستې له د كار كوؤنكو سركاري او غېر سركاري ادارو نه هم خبر كړے شو