اسلام آباد 11 مارچ (اے پی پی)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئېلي دي مونږ وړندې هم اپوزېشن ته وئېلي وو چې د سنېېټ ټاكنې په سپيځلې ډول وكړې٬دوي زمونږ مخالفت كړ??٬د مسلم ليګ(ن)مشرانو ??بري كنفرنس كښې د سبا ورځې ما??ې تسليم كړ??۔د زيارت په ورځ نجي ټي وي چينل سره په خبرو كښې ده ووئيل په قامي اسمبلۍ كښې زمونږ 25 ووټونه زيات وو خو دوي وګټله٬هغه وخت دوي ته د اصولو سياست ياد نه ؤ ٬ كومې ټاكنې چې د دوي د خوښې وي دوي وائي چې سمې دي او چې چرته دوي د ماتې يره لري نو ورته اصولي سياست راياد شي۔ سېنېټر شبلي فراز ووئيل د يوسف رضا ګېلاني د زوي په وېډيو كښې ليدے شي چې هغه د ووټ ضائع كولو طريقې ښائي او د دې ضائع شوو ووټونو په وجه زمونږ كانديد بائېللې ده ۔ ده ووئېل هغوي د چانګا مانګا نه دا كار شروع كړ?? ؤ او تر نن ورځې روان دے٬اوس هم دا خل?? د ضميرونو په اخستلو كښې بوښت دي٬زمونږ د خل??و سره هم ووټ خرڅولو لپاره رابطې كوي٬د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل مونږ ووټ لپاره هر ځاے ته ځو٬مونږ د يوسف رضا ګېلاني نه هم ووټ غوښتے ٬آزادو كسانو ??ه به هم وائيو چې ووټ مونږ له راكړي