اسلام آباد 16مارچ (اے پي پي) نیول چیف ایډمرل محمد امجد خان نیازی د بحرین سرکاري دورې په مهال د بحرین د وسله والو ځواكونو کم??نډر ان چیف فیلډ مارشل شیخ خلیفه بن احمد الخلیفه، کم??نډر بحرین نېشنل ګارډ میجر جنرل شیخ محمد بن عیسیٰ بن سلمان الخلیفه، کمانډ رائل بحرین نیول فورسز ریئر ایډمرل محمد یوسف الآسام او ډپټي کم??نډر یو اېس نیول فورسز سینټرل کم??نډ ریئرایډمرل کرټ رینشاؤ سره جلا جلا ملاقاتونه كړي۔رائل بحرین نیول فورسز هيډكوارټر ته په رسېدو کم??نډر بحرین نیول فورسز د پاك بحريه مشر هركلے وكړو۔ په دې موقع هغه ته ګارډ آف آنر وړاندې كړے ش??۔ امیر البحر ته رائل بحرین نیول فورسز د كار استعداد په اړه بریفنګ هم وركړے ۔عسکری قیادت سره د ملاقاتونو په مهال د بحري سیکیورټی او شريكو دفاعی اړيكو په چارو خبرې وشوې ۔ نیول چ??ف ریجنل میری ټائم سیکورټی پټرولز او بحر هند كښې د میری ټائم سیکورټی باوري كولو لپاره د پاك بحريه په هڅو رڼا واچوله۔ دوي سيمه كښې امن او استحکام لپاره د پاك بحریه كردار وستائلو۔ دې نه پس نیول چیف ډپټي کم??نډر یو اېس نیول فورسز سینټرل کم??نډر ریئر ایډمرل کرټ رینشاؤ سره هم ملاقات وكړو او د سمندري دفاع شريكو ذمه وارو په اړه ئې خبرې وكړې ۔نیول چیف دې دورې نه د دواړه هېوادونو ترمينځه د دفاعي مرستې لا زياتيدو هيله لرلې كيږي