اسلام آباد 31 مارچ (اے پي پي) د وزيراعظم مذهبي همغږۍ خاص نمائنده او د پاکستان علماء کونسل چيئرمېن حافظ محمد طاهر محمود اشرفي وئيلي دي د اېس او پيز ترمخه به جوماتونه پرانستي وي، په روژه مباركه كښې به په جوماتونو كښې تراويح كيږي، علماء کرامو فتويٰ وركړي چې کورونا ويکسين دې ولګولې شي، چا چې يو انسان بچ كړو هغه ټول انسانيت بچ كړو، پاکستان عرب ??ړۍ سره ښه اړيكي لري، د کويت سره د ويزو سلسله پيل كيدونكي ده، پاکستان عرب ??ړۍ لپاره پرانستے د?? او عرب ??ړۍ د پاکستان لپاره، تر څو چې د كشمر مسئله نه وي حل شوي سيمه كښې امن نه شي راتللے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ خبري کنفرنس ته وينا كښې وكړه۔ حافظ محمد طاهر محمود اشرفي ووئيل حکومت جوماتونه نه بندوي، جوماتونه د عبادت ځايونه دې ، د کورونا وب??ء په مهال تر ټولو زيات په جوماتونو كښې په اېس او پيز عمل شوے، دا واضحه كوم چې جوماتونه به پرانستي وي، د روژې مباركي مياشت په مهال به جوماتونو كښې تراويح او مونځ به هم كيږي خو په احتياطي تدابير به عمل كول وي۔ده ووئيل مونږ تير كال هم جوماتونه نه وؤ بند كړي، تير كال هم په جوماتونو كښې تراويح او د اختر مونځونه شوې وؤ،سږ كال به هم وي۔ده ووئيل د تيرو 5 مياشتو په مهال عرب ??ړۍ سره اړيكو كښې ښه والے راغلے، د سعودي عرب ولي عهد امير محمد بن سلمان وزيراعظم عمران خان سره تماس نيولے او هغه له ئې د سعودي عرب ??ورې بلنه وركړې كومه چې هغه قبوله كړې ۔ وزيراعظم به ډير زر د سعودي عرب ??وره وكړي۔ ده ووئيل د سعودي عرب ?? ولي عهد د اړخه مينځني ختيز او سعودي عرب كښې د اونو نالولو اعلان شوے، مونږ په دې لړ كښې د خپلې تجربې له مخي سعودي عرب ??ره مرسته كوو۔ده ووئيل سعودي عرب، مت??دہ عرب ??مارات او نورو هېوادونو كښې د موجودو پاکستانيانو مسئلې به په ترجيحي بنيادونو حل كولې شي