اسلام آباد۔2 اپرېل(اے پی پی)د وزیراعظم د تخفيف غربت او سماجي تحفظ خصوصي مرستيالې ډاكټر ثانيه نشتر وئيلي د?? چې په ګرد هېواد كښې په احساس قومی و سماجی رجسټری سروے كار تند كړے شوے دے۔ دا اولنۍ كمپيوټرائزډ سروے ده ۔ تر دې دمه 78فیصده احساس سروے بشپړ شوې ده او د روان كال جون مياشت كښې به ترسره شي۔ د تخف??ف غربت و سماجی تحفظ ډویژن لخوا د جاري كړې شوي بيان له مخې تر دې دم?? 65 ??لعو كښې بېلو پړاؤنو كښې سروے بشپړ شوې ده او دا مهال 88 ضلعو كښې د سروے كار روان دے۔ ډاکټر ثانیه نشتر خپل بيان كښې ووئيل احساس سروے وېړيا كولې شي او شمېره كوؤنكو ته د كورونو سروے كولو په مهال د كوم فيس اخستو اختيار نشته۔ دا يوه غېر سياسي سروے ده كومه چې كمپيوټرائزډ طريقې سره كولې شي۔ هغه ووئيل تر دې دمه په مجموعي توګه د 60 ضلعو په هر يو تحصيل كښې رجسټرېشن ډېسك لګولے شوے دے۔ دا ډېسك د سروے په مهال د پاتې شويو كورنيو احساس كښې د درج كولو آساني وركوي