اسلام آباد۔4 اپرېل(اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي د سوئيلي پنجاب سېكرټرېټ په حقله به د نوټيفكېشن پلټنې كولې شي۔ تر كومې چې پلټنې سر ته رسېدلې نه وي چاته به ګوته نه نيسمه۔ په دې حقله زه د ګل په ورځ د پنجاب اعلی وزير عثمان بزدار سره ملاقات كومه دغسې چې د معاملې اصل حقيقت ته ورسم۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د ا??وار په ورځ رضا هال ملتان كښې ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ هغه د ملك عامرډو??ر، محسن لغاری او د ډاكټر اختر ملك په شمول د سوئيلي پنجاب د ا??مبلۍ نورو غړو مننه وكړه چې هغوي د نوټیفکېشن فوری نوټس واخست۔ هغه ووئيل زه هارټ آف ایشیا کنفرنس كښې ګډون له تاجك??تا?? ته تلے ووم او زه خپل برخوردار زېن قرېشي په په دې اړه خبر كړم۔ ماته حېرانتيا شوې۔ شاه محمود قرېشي ووئيل د كشمير په اړه د پاك??تا?? دريځ ټولې نړۍ ته معلوم دے۔ مونږ هند سره خبرې غواړو خو دا غوښتنه كوؤ چې هغه دې د 5 اګست پورته كړ?? قدم بېرته واخلي۔ هغه ووئيل مونږ هند سره مذاكراتو ته چمتو يؤ او كومه يره نه محسوسوؤ۔ په دې حقله صدر مملكت ډاكټر عارف علوي او وزيراعظم عمران خان د آزاد جموں وكشمير ټاكلې اسمبلۍ ته خطاب كښې د پاك??تا?? دريځ په ډاګه كړې ده۔ هغه ووئيل هند كه وړاندې تلل غواړي نو بايد په زړه پورې چاپېرچل رامخې ته كړي۔ هند سره د تجارت په اړه هغه ووئيل زمونږ كابينې پرېكړه كړې ده چې په روانه وضعه كښې هند سره تجارت كېدې نه شي