اسلام آباد 08 اپریل (اے پي پي)خارجه وزير شاه محم??د قرېشي وئېلي دي چې پا??ستان عراق سره دوه اړخيزه د ورورو??ۍ اړيكو ته خاص اهميت وركوي۔ده دا خبرې د عراق د سياسي او د منصوبه بندۍ چارو د وزارت انډرسېكرټري ډاكټر صالح حسېن علي ال تميمي سره د خبرو په مهال وكړی كوم چې ده سره د زيارت په ورځ په خارجه وزارت كښې ملاقات وكړو۔د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو او په بېلا بېلو څانګو كښې د مرستې زياتولو پشمول د شريكې خوښې په چ??رو خبرې وشوې۔خارجه وزير ووئيل چې پا??ستان عراق سره د ورورو??ۍ اړيكو ته ډېر اهميت وركوي٬د زرګونو په شمېر پا??ستانيان هر كال په عراق كښې د مقدس مقاماتو زيارت لپاره عراق ته ځي۔خارجه وزير د دوه اړخيزه اړيكو لا مستحكم كولو لپاره د اعلٰی كچې په روابطو ټينګار وكړو۔د عراق انډر سېكرټري د عراقي حكومت لخوا د كورونا څخه بچ كېدو لپاره د حفاظتي سامان د دريو جهازونو په لېږلو د پا??ستاني حكومت او د خارجه وزير شاه محم??د قرېشي خاص مننه وكړه