اسلام آباد 15اپريل (اے پي پي) د كورنيو چارو وزير شيخ رش??د احمد وئيلي دي د تحريك لبيك پاکستان (ټي ايل پي) د بنديز لګولو نوټيفکيشن جاري كيدو نه پس د دې ګوند تحليل کولو لپاره سپريم کورټ كښې د ريفرنس دائر کولو پريكړه شوې ، د فرانس ټول وګړي محفوظ دي ٬ هغوي ته څه خطر نشته ، قامي اسمبلۍ كښې كوم قرارداد نه راوړولے كيږي،پريكړي به په عدالتونو كښې كولې شي،څوك چې هم قانون په لاس كښې اخلي په ضد به ئې كاروائي كولې شي۔د زيارت په ورځ د كورنيو چارو وزارت كښې د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نورالحق قادري سره خبري کنفرنس ته وينا كښې شيخ رش??د احمد ووئيل پوليس او ??ينجرز د کورونا رنځورانو ته آکسيجن باوري كولو كښې مهم كردار ترسره كړے۔ده ووئيل د چوك يتيم خانې نه علاوه پاتي ټول پاكستان پرانستلے دے۔ده ووئيل په تحريك لبيك پاکستان د بنديز په مسوده د کابيني غړو لاس ليك كړے او ډير زر به نوټيفکيشن جاري کړے شي۔ده ووئيل ټي ايل پي تحليل کولو له د آئين آرټيکل 172 او 112 او ??ليکشن ايکټ شق 217 ترمخه سپريم کورټ كښې به ريفرنس دائر کولې شي،په دې اړه ??و بله سمري به وفاقي کابينې ته منظورۍ لپاره ليږلې شي۔ شيخ رش??د احمد ووئيل مونږ د خبرو اترو لپاره په زړه ??وري هڅي كړي چې ټولي چاري د خبرو اترو د لاري حل كړو خو د هغوي ارادي خوفناكې وې،هغوي دري واري راغلي وؤ، په څلورم ځل هم راتللو له په ضد ؤ، مونږ هېواد كښې امن له په زړه ??وري هڅي كړي۔ده ووئيل 580 پوليس اهلكار ژوبل شوي او 30 ګاړي تباہ شوي، زه به د ژوبل او ??هيدانو كورنيو سره ملاقات كوم۔د مذهبي چارو وزير نورالحق قادري ووئيل تحريك لبيك پاکستان سره د دوو كلونو راهسي خبري رواني دي ، مونږ هڅه كوله چې دا ګوند د مرکزي چوكاټ ګوندونو په توګه كردار ترسره كړي۔ ده ووئيل د لوظنامي له مخي مونږ اسمبلۍ كښې قرارداد راوړلو څخه په شا شوي نه يو ، د قرارداد په مسوده ډرافټنګ په اړه ??غوي سره خبري رواني وي،مونږ غوښتل چې قرارداد لپاره داسې لاره اختيار كړې شي كومه چې هېواد كښې مسئلي راپيدا نه كړي ۔ده ووئېل د مسودې تيارۍ لپاره خبري اتري رواني وي خو مونږ ته د بيلو ذريعو څخه اطلاع ترلاسه شوه چې په 20 اپريل ماښام هغوي فيض آباد پلو مارچ کول غواړي كوم لپاره چې هغوي لانګ مارچ او ?? پرلت کال هم وركړے، د دې څه اخلاقي جواز نه جوړيدو۔ نورالحق قادري ووئيل مونږ هغوي ته وړانديز كړے چې سپيکر به يوه پارليماني کمېټي اعلان کړي كومه به چې د قرارداد مسودې له حتمي شکل وركړي خو هغوي زمونږ خبره ونه منله او په خپل ضد ولاړ وؤ ۔ ده ووئيل رياست څوك ډکټيټ كولې نشي خو د دې باوجود مونږ منتخب جمهوري حکومت په حېث د خبرو اترو لاره خپله كړې او په زړه ??وري هڅي مو كړي چې چاري په ښه ډول ترسره كړو