اسلام آباد 13 مئي (اے پي پي) د كو??نيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي چې ټول قوم فلسطيني اولس سره دے، د كشمير او فلسطين مسلمانان به يوه ورځ آزادي ضرور ترلاسه كوي، اولس دې د كو??ونا څخه بچ كېدو لپاره احتياط وكړي او اېس او پيز دې عملي كړي، د شهب??ز شريف نوم په اي سي اېل كښې اچولو لپاره سمري كابينې ته لېږل شوې. ده دا خبرې د لال حويلي په خوا كښې مېډيا سره په خبرو كښې وكړې. د كو??نيو چارو وفاقي وزير ووئيل چې هغه ټولې اسلامي نړې او ټول قوم ته د اختر مباركي وائي. دا اختر په دې هم مهم دے چې د عمران خان په مشرې كښې د حكومت پلاوې سعودي ته تللې و چې پكښې زه هم شامل وم، لوي څښتن سعادت راكړو چې مونږ لپاره د خانه كعبه او روضه رسول صلی الله عليه وسلم دروازې پر??نستل شوې. دا د الله تعالٰی خاص كرم ??ے. ده ووئيل چې د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې ب?? پاكستان پرمختګ كوي. ده ووئيل چې د نېب په خواست د شهب??ز شريف نوم په اي سي اېل كښې اچولو لپاره سمري كابينې ته لېږل شوې. د كو??نيو چارو وفاقي وزير اولس ته خواست وكړو چې د كو??ونا څخه بچ كېدو لپاره دې احتياطي تدابير عملي كړي، د ګڼې ګوڼې ځايونو ته د تللو څخه دې ډډه وكړې شي. د كو??نيو چارو وفاقي وزير ووئيل چې په غزه كښې چې نن څه كېږي، كه د كووېډ صورتحال نه و نو ټول قوم به فلسطينيانو سره د يووالي څرګندونې لپاره راوتلې و. ده ووئيل چې كشميريان او فلسطينيان به آزادي ترلاسه كوي.