اسلام آباد۔24مئی (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئيلي دي د وزيراعظم عمر??ن خان په مشرۍ كښې د پي ټي آئي حكومت د معاشي مېدان په ??مول په هر څانګه كښې د كاميابۍ پړاؤونو څخه تېرېږي۔ عمر??ن خان به خپله پنځه كلنه آئيني موده ترسره كوي او تر هغه وخت به اپوزيشن له هم په ??ې تنخا كار كول وي۔ پي ډي اېم د ماضي برخه جوړ شوے ۔ د خبريالانو ژوند او روغتيا تحفظ له پر??ټېکشن آف جرنلسټس اېنډ میډیا پر??فیشنلز بل 2021 اېوان ته وړاندې كړے شوے۔ اپوزیشن دې هم د دې بل په ??تفاق سره منظورولو له خپل كردار ترسره كړي۔ د عمر??ن خان ترجيح د عامو وګړو خېر ښېګړه ده۔ كم آمدن لرونكې طبقې لپاره نيا پاكستان سكيم ، د بې وزلۍ په ښكته كچه ژوند كوؤنكو لپاره کېش اېمرجنسی پر??ګرام ،هلكانو او انجونو زده كوؤنكو لپاره سكالرشپس او نور پر??ګرامونه عام اولس لپاره معارفي كړې شوي ۔ هغه د ګل په ورځ نېشنل پرېس كلب كښې ميټ دي پرېس پر??ګرام ته خطاب كولو۔ د نېشنل پرېس كلب صدر شكيل انجم او عمومي سېكرټري انور رضا هم په ??ې موقع موجود وو۔ هغه ووئيل د وزيراعظم وژن كليئر دے چې ميډيا د رياست څلورمه ستن ده۔ آزادې ميډيا او د خبريالانو تحفظ او يو آزاد چاپېرچل باوري كولو له د بل پاس كېدل زيات مهم دي۔ هغه ووئيل د دې بل جوړولو په وخت سټېك هولډرز سره مشاورت شوے۔ هغه ووئيل د دې بل ترسېوري لاندې يو آزاد كمېشن جوړولے شي كوم كښی به چې د فېډرل يونين آف جرنلسټ او نېشنل پرېس كلب نمائندګي وي۔ د خبريالانو تربيت ٬ انشور بيمه هم لازمي ده۔ هغه ووئيل دا يو جامع بل دے كوم چې د خبريالې ورورولۍ ټول اړخونه كور كوي۔ هغه ووئيل د هر يو بنده دا خوب وي چې د هغه خپل كو?? وي۔ د دې خوب ريښتيا كولو له حكومت آسانۍ رامخې ته كړي ۔ هغه ووئېل عمر??ن خان حكومت ترلاسه كولو سره سمدستي په ??ې ايجنډا كار پېل كړے۔ هغه ووئيل كومو خبريالانو ته چې په ??ركاري سكيم كښې كور ترلاسه شوے نه دے هغوي به نيا پاكستان هاؤسنګ منصوبه كښې شاملولې شي۔ هغه ووئيل د خبريالانو او ميډيا وركرانو تنخاګانو په معامله هم كار روان دے۔ هغه ووئيل عمر??ن خان اولنے وزيراعظم دے چا چې قام ته د احتساب ووئيل۔ د يوې پوښتې په ځواب كښې هغه ووئيل په ??رداري جعلی اکاؤنټس کېس د ن لیګ په ??ور كښې جوړ شوے ؤ۔ پانامه كېس هم مونږ نه ؤ جوړ كړے۔ هغه ووئيل جهانګير ترين دا خبره په ډاګه كړې چې هغه كوم پارليماني ډله نه جوړوي۔ د چا په ??ړه چې دا خبره شوې وه هغوي هم سپيناوے كړے ۔ هغه ووئيل سوشل ميډيا آزاده ميډيا ده۔ دا بې شمېره فائدې لري۔ سوشل ميډيا كښې ايډيټر ٬ فوټو ګرافر او ټول هر څه يو كس وي۔ وزير مملكت ووئيل كه د هېواد سلامتيا په ??د كوم كار كېږي نو هغه دې منع كړے شي دې لپاره به همكارانو سره په ګډه كار كوؤ۔ هغه ووئيل د بېنظير انكم سپورټ پر??ګرام تر سېوري لاندې د احساس پر??ګرام په ??مول 45پروګرامونه روان دي۔ 2 لکه سکالرشپس د احساس کېش پر??ګرام له مخې اصل حقدارو ته وركولې شي۔ 80 زره كسانو ته هره مياشت قرض وركولے شي۔ پخوا د بېنظر انكم سپورټ پر??ګرام نه د ګرېډ 17 نه تر 21 افسرانو هم ګټه پورته كړې وه۔ ټول جعلي كسان مو د فهرست نه بهر كړي۔ هغه ووئيل په 5جون د كېدونكي نړيوال ماحوليات كنفرنس مشري وزيراعظم عمران ته سپارلې شوې ۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل د آرډيننس ٬ ضمني ټاكنو او د يو بچ شوي سيټ تللو له يرې نثار علي خان سوګند پورته كوي۔ تر درېو كلونو انتظار د هغه خپله پرېكړه وه۔ په ??ې اړه هم بايد قانون سازي وكړې شي۔ هغه ووئيل په ??يئر پورټ مېټرو به كار ډېر زر ترسره شي۔ د نېشنل پرېس كلب صدر شكېل انجم ووئيل دا يو داسې بل دے كوم چې مونږ ټول په يو پلېټ فارم اودرولي يوو۔ اولنو دوو درېو حكومتونو د خبريالانو قابو كولو هڅه كړې او دا اولنې حكومت دے كوم چې د خبريالانو د تحفظ په ??يجنډا كار كوي۔ عمومي سېكرټري انور رضا ووئيل په كال 2011 كښې خبريالانو له د قانون سازۍ كولو هڅې پېل شوې وې خو په ??وسني حكومت كښې دا بل حتمي پړاؤ ته رسېږي ۔