اسلام آباد 08 جون (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي د اسلامو فوبيا د زياتيدونكې رجحان به لاره نيول وي، د داسې پېښو په ضد به يوازې د پاكستان غږ موثره نه وي، ټولې اسلامي نړۍ له به د اسلامو فوبيا په ضد يو موټے ك??دل وي٬ په لويديز كښې پرله پسې مسلمانان په نخښه كېږي٬ د اسلامو فوبيا په ضد په هر فورم غږ پورته كوٶ، په دې مسئله د بشري حقونو نړيوالو تنظيمونو له غلي پاتې كېدل پكار نه دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د نجي ټي په پروګرام كښې وكړه۔ ده وو??يل د دې نه وړاندې هم په كاناډا كښې د اسلامو فوبيا پېښې رامخې ته شوې، د اسلامو فوبيا په زيات شوي رجحان پاكستان تشويش لرلو او لري، وزيراعظم عمران خان په دې لړ كښې نن يو ټويټ هم كړے ۔ ده وو??يل وزيراعظم عمران خان په امر ما په او آئي سي فورم د اسلامو فوبيا مسئله پورته كړې وه٬ ما يو قرارداد وړاندې كړے ٶ او د ټولو اسلامي هېوادونو خارجه وزيرانو ته مې خواست كړے ٶ چې ھغوي په دې مسئله زما ملګرتيا وكړي، زه د ھغوي مننه كوم چې دا قرارداد ئې په يوه خله منظور كړے۔ ده وو??يل په نيوزي لېنډ كښې يوه لويه پېښه رامخې ته شوې وه او ځائي وزيراعظمې دا مسئله په پوهه او زيركتيا قابو كړې وه، دا ډول پېښې په برتانيه كښې هم شوي چرته چې په بې ګناه مسلمانانو د خنجر بريدونه شوي وو٬ دا ډول پېښه اوس په كاناډا كښې رامخې ته شوې او داسې پېښې د دې نه وړاندې هم هلته رامخې ته شوې وې ۔ده وو??ېل په كال 2017 كښې هم داسې يوه پېښه په كاناډا كښې شوې وه چې پكښې په جومات بريد شوے ٶ او شپږ كسان شهيدان شوې وو?? د دې رجحان لاره نيولو لپاره به اقداټات كول وې۔ ده وو??يل نن زما د كاناډا هائي كمشنرې سر?? هم ملاقات شوے٬ ما ھغه د خپل تشويش او تحفظات نه خبر كړې، د كاناډا وزيراعظم ه?? نن يو ټويټ كړے چې پكښې ھغه وئيلي دي د اسلامو فوبيا په ضد رحجان به په كاناډا كښې ودې له نه وركوٶ۔په فلسطين كښې د جنګ بندۍ د خلاف ورزۍ پحقله د يوې پوښتنې په ځواب خارجه وزير شاه محمود قرېشي وو??يل چرته چې هم خلاف ورزۍ كېږي پاكستان ئې په ضد موثره غږ پورته ك??ے او مونږ به په دې پېښه هم غږ پورته كوٶ