اسلام آ??اد 17جون (اے پي پي) وزير اعظم عمران خان سپارښتنه كړې چې انتخابي ا??لا??ات، الېكټ??ان?? ووټنګ او سمندر پورې پاكستانيانو له د ووټ حق وركولو عمل دے زر تر زره بشپړ كړے شي۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې دا سپارښتنه ده د زيارت په ورځ د الېكټ??ان?? ووټنګ مش??ن كارولو په اړه بريفنګ كښې وكړه۔ بريفنګ كښې د سائنس اېنډ ټيكنالوج?? وزير شبلي فراز، سېنېټ كښې د حكومتي ډلي مشر ډاكټر شهزاد وسيم، د رېلوے وزير اعظم خان سواتي، د اطلاعاتو او خپرونو دوهم وزير فرخ حبيب او د وزيراعظم د پارلماني چارو ??لا??كار بابر اعوان ګډون كولو۔ وزيرِاعظم ته د انتخابي ا??لا??ات په لړ كښې د الېكټ??ان?? ووټنګ مش??ن كارولو او قانون سازۍ لپاره په شوي پيش رفت تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔ وزير اعظم عمران خان د خپل عزم پخلے وكړو چې حكومت به د هېواد انتخابي عمل كښې شفافيت باوري كوي۔ ده ووئيل انتخابي عمل كښې د ټګۍ مخنيوي او شفافيت باوري كولو لپاره اليكټ??ان?? ووټنګ مش??ن كارول يوازينې آپشن دے۔ وزيراعظم ووئيل سمندر پورې پاكستانيان د هېواد اثاثه ده هغوي به انتخابي عمل كښې ضرور شريك كولې شي۔ ده سپارښتنه وكړه چې انتخابي ا??لا??ات، اليكټ??ان?? ووټنګ او سمندر پورې پاكستانيانو له د ووټ حق وركولو عمل دې زر تر زره بشپړ كړے شي