جهلم 22 جولائي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دې چې د پاکستان او چين ترمېنځه غلط فهمۍ پيدا كوٶنكي عناصر به ناكامه كېږي٬ د داسو پېښې نه پس چين په داسو بند د كار رفتار لا تند كړې د??، په هر سخت وخت كښې په ملګرتيا كولو د چين د واكمنو او اولس مننه كوٶ٬ د داسو پېښې پلټنې په دوېم پړاٶ كښې داخلې شوې دې، د دې په شا د سي پېك ناكامه كوٶنكي قوتونو لاس دے، د افغان نائب صدر اوسنې بيان د افسوس وړ دے، افغان دولت د خپلو ناكامو بوج په پاكستان اچول غواړي، د پاکستان د افغا??ست??ن اولس سره رشته ډېره قوي ده، پاکستان عمر له افغا??ست??ن سره د غره په ډول ولاړ پاتے شوے۔ د افغا??ست??ن ستونزې هم افغان اولس حل كولې شي٬ پاكستان يوازې مرسته كولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ ميډيا سره په خبرو كښې كړې۔ وفاقي وزير ووئيل د داسو پېښې په شا د سي پېك مخالف قوتونو لاس دے څوك دا منصوبه ايسارول غواړي خو چين په داسو بند كار لا په بيړه كړې دې٬ دا د پاكستان او چين خپل مينځ كښې د باور رشته ده، چين د پاکستان په هر مشكل كښې ملګرتيا كړې ده چې پرې مونږ د چين د واكمنو او اولس مننه كوٶ۔ ده ووئيل د داسو پېښې پلټنې په دوېم پړاٶ كښې داخلې شوې دي۔ ده ووئيل د پاكستان او چين په ضد سازشونه كوٶنكي به ناكامه كېږي۔ د اطلاعاتو وزير ووئيل د افغا??ست??ن د نائب صدر امر صالح د پاکستان مخالف بيانونه د افسوس وړ دي ٬ د افغا??ست??ن معاملے يا مسئلې افغان اولس له هوارول دي، مو??ږ ئې يوازې مرسته كولې شو۔ ده ووئيل پاکستان د افغا??ست??ن په سخت وخت كښې مرسته كړې چې مثال ئې نه ترلاسه كېږي خو د بده مرغه افغان حکومت د خپلو ناكامو بوجھ په پاكستان اچول غواړي ۔ ده ووئيل چې امر صالح افغا??ست??ن سره هېڅ تعلق نه لر??٬ د ھغه كورنۍ هلته نه اوسېږي او جړې ئې په افغا??ست??ن كښې نه دي٬ دا ھغه خلق دي څوك چې افغا??ست??ن څخه خپل مفاد ترلاسه كول غٶاړي، چې څنګه ئې افغا??ست??ن كښې مفاد خ??م شي دوي به د هلته نه لاړ شي۔ ده ووئيل افغا??ست??ن كښې افغان مېړنې قوم دې، د پاکستان او افغا??ست??ن اولس خپل مېنځ كښې قوي رشته لر??٬ د ځينې دلبرداشته قوتونو لخوا دا ډول بيانونه هېڅ حېثيت نه لر??