اسلام آباد۔18ستمبر(اے پی پی) داخله وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي د نیوزی لېنډ کرکټ لوبډلې ته د رياست د مشر په څیر امنیت ورکړے شوے و ، د دورې منسوخ كېدو ??ره د پاكستان سپكاوې شوې او عكس ئې زيانمن شوے٬ دا په منطه كښې د پاكستان د امن هڅو لمينځه وړولو يو سازش دے او مونږ به سازشي عناصر په ډاګه كوؤ۔ د خالي په ورځ يو نجي ټوي چېنل سره خبرو كښې هغ?? ووئيل د نیوزی لېنډ کرکټ بورډ پرېكړې نه سهار 10 يا 11 بجې خبر شوم۔ د دورې منسوخ كولو په پرېكړه راته ډېر افسوس وشو۔ د دوئي د راضي كولو مو ټولې هڅې وكړې۔ د وزيراعظم خپل د نيوزي لېنډ همڅنګ سره خبرې هم وشوې او هغې ته ئې د امنيت باور هم وركړو۔ هغ?? ووئيل مونږ ورته دا هم ووئيل چې مېدان به خالي كړو تاسو لوبه وكړۍ خو هغوي ?? بېرته تللو ضد كولو۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغ?? ووئيل د نیوزی لېنډ كركټ بورډ د دورې منسوخ كولو پ?? اړه مونږ سره كوم معلومات هم شيئر نه كړل۔ د انګلش لوبډلې دورې نه وړاندې د برطانوي ??ېكيورټي ډلې يو وارې بيا پاكستان ته د راتللو پ?? اړه د پوښتنې په ځواب كښې هغ?? ووئيل په دې اړه به معلومات خارجه دفتر يا پاكستان كركټ بورډ سره وي ??ه دا ډول كوم معلومات نه لرم۔