كراچي 27 ستمبر (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي چې وفاقي حكومت د كر??چۍ سركلر رېلوے پروژې لپاره پوخ عزم لري٬د ستونزو حل لپاره به وفاقي او صوبائي حكومتونو ته په ګډه كار كول وي٬د بنډل آئي لينډ پروژې سره به كر??چۍ ته سرمايه كاري راشي٬دا پروژه سنده او ټول پاكستان لپاره ګټوره ده٬د كر??چۍ په ټرانسفارمېشن پلان عملدرآمد خوشبينه دے۔ده دا خبرې د ګل په و??ځ په كر??چۍ كښې د جديد سركلر رېلوے پروژې د بنياد تيګې كېښودو دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې۔په دې موقع د سندھ ګورنر عمران اسماعيل٬د سندھ وزيراعلٰی مراد علي شاه٬د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد ??سې??٬د بحري چارو وفاقي وزير سيد علي زيدي٬د منصوبه بندۍ وفاقي وزير اسد عمر او د رېلوے وفاقي وزير اعظم سواتي هم موجود وو۔وزيراعظم ووئيل چې كر??چۍ پاكستان لپاره ډېره د اهميت وړ ده۔د ټولو لويو هېوادونو په پرمختګ ګښې كوم يو لويې ښار ليډ كولو سره په نظر راځي٬د كر??چۍ اهميت هم دغسې دې خو له بده مرغه په تېر وخت كښې كله چې كر??چۍ د پرمختګ په لاره روانه شوې نو انتشار سره مخ شوې۔وزيراعظم ووئيل چې مون?? د ??ر??چۍ پرمختګ لپاره د كر??چۍ ټرانسفارمېشن پلان جوړ كړو٬وفاقي او صوبائي حكومت د كر??چۍ پرمختګ لپاره په ګډه پريكړې وكړې٬د كر??چۍ پرمختګ٬يوازې كر??چۍ لپاره نه بلكې ټول پاكستان لپاره ګټور دے۔دا داسې ښار دې چرته چې د ټولې نړۍ څخه سرمايه كاري راتلې شي۔وزيراعظم ووئيل چې د سي آر پروژه به ټوله كر??چۍ يو بل سره و??ړي٬دې سره به په لويو لارو د ټرافېك فشار كم شي۔ده ووئيل چې د ګرين لائن بس سروس هم مهمه پروژه ده٬كر??چۍ په تندۍ سره خپرېږي٬د دې دوهمه لويه مسئله د اوبو ده٬د واپډا چيِئرمېن سره په دې لړ كښې خبره شوې٬كر??چۍ ته د اوبو وركولو پروژه به په و??ت ترسره كېږي٬په دوه كلونو كښې دننه به په كر??چۍ كښې د اوبو مسئله حل شي۔وزيراعظم ووئيل چې سره د سياسي اختلافاتو د سندھ او د هېواد په خاطر د كر??چۍ مسئلو حل كولو لپاره به وفاقي او صوبائي حكومتونو ته په ګډه كار كول وي۔ده ووئيل چې په دې خوشحاله يم چې د كر??چۍ په ټرانسفارمېشن پلان عمل كېږي۔د دې څخه وړاندې وفاقي وزير اسد عمر په خپله وېنا كښې ووئيل چې وفاق چې د كومو پنځو لويو پروژو ذمه و??ري اخستې وه په ټولو پرمختګ روان دے٬د رېلوے وفاقي وزير اعظم سواتي هم دستورې ته وېنا وكړه او وې وئېل چې د كر??چۍ معاشي او اقتصادي اهميت منلې شوې٬اوسني حكومت د رېلوے تاريخې پروژې پېل كړې دي٬د دې څخه وړاندې وزيراعظم په كر??چۍ كښې د جديد سركلر رېلوے د پروژې د بنياد تيګه كېښوده۔دا پروژه به د 207 ارب روپو په مجموعي لګښت ترسره كولې شي۔