اسلام آباد 20 اکتوبر(اے پي پي)وزيراعظم ??مران خان غريبې طبقې لپاره د ټارګټډ سبسډۍ پروګرام زر پېل كولو سپارښتنې كولو سره وئېلي دي حكومت په عام وګړي د ګرانۍ د اثراتو احساس لري٬د صحت كارډ٬كسان كارډ او د احساس پروګرام دائره كار پراخه كولې شي۔ده دا خبرې د شورو په ورځ په خپله مشرۍ كښې د پي ټي آئي د كور كمېټۍ غونډه كښې د خبرو په مهال وكړې۔د وزيراعظم ??فتر د مېډيا څانګې لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم ??مران خان هدايت وكړو چې غريبې طبقې لپاره د ټارګټډ سبسډۍ لوي پروګرام دې زر پېل كړے شي۔ده ووئيل حكومت په عام وګړي د ګرانۍ د اثراتو احساس لري٬د صحت كارډ٬كسان كارډ او د احساس پروګرام دائره كار زياتولې شي۔په غونډه كښې په سندھ كښې د اوړو په زياتېدونكې بيعه اندېښنه وښودلې شوه۔د دې څخه وړاندې د وزيراعظم ?? غربت د تخفيف خاص مرستيالې ډاكټر ثانيه نشتر وزيراعظم ??مران خان ته د احساس ټارګټډ سبسډي پروګرام په اړه بريفنګ وركړو۔په غونډه كښې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن٬د پنجاب خزانې وزير مخدوم هاشم جوان بخت٬د خېبرپښتونخوا د خزانې وزير تيمور سليم جهګړا٬د نېشنل بېنك صدر عارف عثماني٬د پنجاب چيف سېكرټري٬د خېبرپښتونخوا چيف سېكرټري او اعلٰی چارواكو ګډون وكړو۔په غونډه كښې شوكت ترين د وېډيو لنك د لارې ګډون وكړو۔وزيراعظم ??ه ووئيل شول ټارګټډ سبسډي پروګرام به د وفاق او صوبائي حكومتونو پ?? شريكه مالي مرسته پېل كولې شي۔په دې كښې پنجاب او خېبرپښتونخوا د وړاندې نه خوښي لرلې۔سندھ او بلوچستان سره خبرې روانې دي٬دوي به هم پكښې شامل شي۔د بريفنګ په مهال وزيراعظم ??ه ووئيل شول د احساس اهل كورن??و ته به د دې پروګرام د لارې په خاص څيزونو د كريانه سټور څخه په خريدارۍ رعايت وركولې شي