کوئټه 05 نومبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير اسد عمر وئيلي دي چې د بلوچستان پرمختيائي منصوبې دې په ټاكلې ??ود?? كښې بشپړول باوري كړې شي ځكه چې د سترو لارو او سړكونو جوړېدو سره به د بلوچستان د اولس په تګ راتګ كښې آسانۍ سره سر?? غله منډيو ته په وخت رسولو كښې آسانۍ رامخې ته شي د پرمختيائي پېكج خاص مقصد په سيمه كښې د روزګار موقعې زياتول او د اولس ژوند ښه كول دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ سول سېكټرېټ كوئټه كښې د سوئيلي بلوچستان پرمختيائي منصوبو ??حق??ه د لوړې كچې غونډې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ په غونډه كښې د دفاعي پېدوار وفاقي وزيرې زبېدہ جلال، د بلوچستان چيف سې??تر مطهر نياز ??انا، پارلماني غړي مير ظهور احمد بلېدي سره سره نورو اړوند چارواكو ګډون وكړو۔ په دې موقع په بلوچستان كښې د پرمختيائي منصوبو د پېشرفت جاج واخستې شو او چيف سې??تر مطهر نياز ??انا ګډون كوٶنكي د منصوبو ??حق??ه په تفصيلي توګه بريف كړل۔ په دې موقع وفاقي وزير اسد عمر ته اړوند چارواكو بلوچستان كښې د ټرانسپورټ او انفراسټركچر جوړولو ٬ د څښلو اوبو وركړې او د استعمال اوبو٬ د زراعت او لائيو سټاك٬ آئي ټي٬ توان٬ صنعت او تجارت٬ افرادي قوت٬ تعليم او په نورو پرمختيائي منصوبو هم بريفنګ وركړو